خبرهای مرتبط

جمع

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

حملۀ روز گذشته در بامیان شش کشته بر جا گذاشت

وزارت داخلۀ حکومت سرپرست اعلام کرده که شمار تلفات...

درگیری میان نیروهای حکومت سرپرست و مرزبانان پاکستانی 18 کشته و زخمی برجا گذاشت

در نتیجه درگیری‌ میان نیروهای حکومت سرپرست افغانستان و...

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل او غبرګونونه

د امریکا دفاع وزیر ولسمشر غني سره خبرو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی

مراد علي مراد: که په افغانستان کې ملکیانو ته کوم خطر متوجه کیږي، مسوولیت به یې د هغو پر غاړه وي په عجولانه توګه یې تصمیم نیولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د دوه سرتېرو د استیلو فرمان لاسلیک کړ. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریتوفر میلر چې د ترمپ له خوا فرمان تر لاسلیک وروسته یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۱۵ نېټې پورې چې نږدې دوه میاشتې ورته پاتې دي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر ۲زره او ۵۰۰ ته راټیټه شي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه پرېکړه د یو شمیر امریکايي سناتورانو له مخالفت سره هم مخ شوې ده او د جمهوريپال ګونډ جګپوړو غړو له افغانستان او عراق څخه د امریکا د ځواکونو د وتلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او وایي دغه چاره به ناوړه پایله ولري.

د امریکا د ولسمشر دغه پرېکړه د یو شمیر امریکايي سناتورانو له مخالفت مخ شوې ده، خو د امریکا دفاع وزارت ویلي دغه پروسه به په داسې ډول ترسره شي، چې د امریکا ګټو ته په کې زیان ونه رسیږي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: «د جنورۍ تر پنځلسمې نېټې به د افغانستان د امریکايي سرتیرو شمیر ۲۵۰۰تنو ته راټیټ شي، په عراق کې به هم زموږ د سرتیرو شمیر تر همدغې کچې را ټیټ شي. د سرتيرو د کمولو پلان د تروریزم پر ضد جګړه کې د امریکا متحده ایالتونو په پالیسۍ کې د تغییراتو د راتلو په معنا نه دي او په داسې توګه به ترسره شي چې د امریکايي پوځیانو، ډیپلوماټانو او استخباراتي کارکوونکو څخه به ښه ساتنه په کې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د امریکا له دفاع وزیر سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د افغانستان پر وضعیت، سولې پروسې او ځینو نورو مسایلو خبرې کړي او امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

شنونکي او د ولسي جرګې غړي وايي، چې د امنیتی ټړون پر اساس متحده ایالات دافغانستان په اړه مشخص مکلفیتونه لري او که چیرته امریکا د وضعیت له درک پرته له افغانستان څخه ووځي نو ډېرې بدې پایلې به ولري.

د پوځي چارو شنونکی مراد علي مراد وايي: «کوم خطرناکه عواقب چې ملیکانو ته په افغانستان کې رامنځته کیږي، مسوولیت یې د عجولانه تصمیم ګیرۍ ته ورګرځي، چې خپل ځواکونه له وخت مخکې له هیڅ ډول موضوعاتو پرته چې باید ترسره شوی وای، وباسي.»

د ولسي جرګې غړی ګل احمد کمین وايي: «خطر تر ۲۰۰۱ کې څومره و، له هغه نه خو اوس شل چند ډېر دی، موږ به هم ناقراره یو، امریکا به هم په امن کې نه وي، ناقراره به وي، مشکلات به لري، دا چې دوی وځي د دوی خپل مشکل دی، که چیرته افغانستان به جګړه کې پریږدي، نو له همدې ځایه به یو ځل بیا ټوله نړۍ په خطر کې وي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق