خبرهای مرتبط

جمع

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

حماس غورځنګ د اوربند وړاندیز منلی خو اسراييل مخالفت کوي

حماس غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غزه...

نړۍ خپلې مرستې د سولې له پروسې سره مشروطې کړي

پرون سې شنبه د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس پای ته ورسیده. په دې کنفرانس کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، نړیوالو یو ځل بیا له افغانستان سره خپل سیاسي او په ځانګړې توګه مالي ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان مرسته کوونکو هیوادونو یو ځل بیا د یادو مرستو په دوام سره له افغان ملت سره خپله همدردي او ملاتړ اعلان کړ، خو دا ځل یې مرستې هغه پخواني سپین چکونه نه دي او نه هم د هوايي پلانونو او طرحو پر اساس دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومتونه ورته وړاندې کړي وې، بلکې دا ځل د نړیوالو مالي مرستې له سیاسي اوضاع سره کاملاً تړلې دي، یعنې په هر اندازه چې د افغانستان حکومت د افغانانو او نړیوالو د غوښتنو پر اساس عمل وکړي، دا مرستې به هغومره ښې ترسره شي، خو که چیرته بیا هم د افغان چارواکو طرحې، پلانونه او ژمنې هوايي وي، نو ممکنه نه ده چې دا مرستې دې ورکړل شي او یا که ورکول کیږي هم ممکن یوه کمه برخه یې ورکړل شي.

ټولو بهرنیو هیوادونو د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان د مالي ملاتړ ترڅنګ، په دې هیواد کې د سولې تامین هم مهم او حیاتي وباله او ټولو ټینګار یې وکړ چې افغانستان کې د جګړې دوام نور د زغم وړ نه دی. ټولو مرسته کوونکو خپلې مرستې د افغانستان له سیاسي اوضاع سره تړلې اعلان کړې چې که چیرته د افغانستان حکومت له فساد سره رښتینې مبارزه ونه کړي او د سولې په پروسه  کې ناغیړي وکړي او له دغې پروسې سره سلیقه يي او یا هم د یوې پروژې په شان چلند وکړي، نو د مرستو د کمیدو او آن د بندیدو خطره هم شته.

له همدې امله د افغانستان د حکومت او اوسنیو چارواکو باید غوږونه خلاص وي چې د سپینو چکونو وخت تېر شوی دی، بلکې نړیوال به دا ځل د خپل هر ډالر مرستې پوښتنه کوي او که چیرته د سولې په پروسه کې کومه ناغیړي ولیدل شي، نو پر مرستو مستقیمه اغیزه کوي.

دا ځل د نړیوالو د ملاتړ او مرستو د دوام لپاره د فساد او په ځانګړې توګه د سیستماتیک فساد او د سولې د سیاسی پروسې بریالي کول حمتي دي، ځکه د افغانستان جګړه د نړۍ لپاره نور د زغم وړ نه ده او دا چې اوس د جګړې مقابل لوری د سولې خبرو ته حاضر شوی، نو حکومت باید له دغه فرصته لوړه استفاده وکړي او سوله تامین کړي، خو که چیرته دغه کار ونه شي، د افغانستان په اړه د نړیوالو د صبر کاسه ډکیدونکې ده او په راتلونکې کې د مرستو دوام به ناممکن شي، بلکې موجودې اعلان کړې مرستې هم ممکن را ونه رسیږي، چې دغه وضعیت د افغانستان لپاره خورا سخت تمامیدای شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق