خبرهای مرتبط

جمع

واشنګټن پوسټ: طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی، جګړې یې شدیدې کړي

طالبان ښایي د جګړو د دوام لپاره پر خپل دريځ ټینګار وکړي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې په افغانستان کې د سولې روان بهیر او روانې جګړې ته کتنه کړې ده. په مطلب کې راځي چې طالبانو تر دې دمه د دوحې پر هوکړه عمل نه دی کړی او جګړې یې شدیدې کړې دي.

 واشنګټن پوسټ وایي معلومات ښيي چې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره د امریکا هوایي بریدونه مهم وو، خو دغه ډلې تر ټولو ډېر د هوايي بریدونو پر کمولو ټینګار کاوه، چې د کمېدو په مقابل کې یې خپلې جګړې نه دي کمې کړې.

 سرچینه دغه راز لیکي چې طالبان د نوو ځایونو په نیولو بوخت دي، جګړې یې ډېرې کړې دي او ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې چې دا هر څه به راتلونکی ولسمشر جو بایډن د افغانستان په برخه کې له یوه بن بست سره مخ کړي. سرچینه کاږي ددې وخت دی چې راتلونکی ولسمشر په چټکه توګه په افغانستان کې د جګړې او سولې روان بهیر مدیریت کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق