خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

افغان ملکیان د جګړو اصلي قربانیان!

د افغان جګړې اصلي قربانیان ملکي او بې ګناه وګړي دي. په وروستیو شلو کلونو کې د جګړې اصلي ضربه دغه مظلوم او بې دفاع قشر لیدلې ده او تر اوس هم تر ټولو زیاته مرګ ژوبله بې ګناه افغانانو ته اوړي.

 که د طالبانو د ډلې له خوا هم بریدونه کیږي، اصلي تلفات یې ملکیانو ته اوړي او که د دولت له لوري هوايي او ځمکني عملیات کیږي ملکیانو ته په کې ځاني او مالي زیان اوړي او د دې کرغیړنې جګړې اصلي تاوان دوی ګالي. دغه وضعیت پر خلکو ځمکه سره تبۍ ګرځولې او هیڅ لوری د دوی د سر او مال خوندیتوب ته پام نه کوي.

په تازه کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي برید په پیایله کې د یوه کور ټول غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، وژل شوي دي. په همدې ډول د طالبانو له خوا ترسره شویو موټر بمونو کې هم تر ټولو زیاته ضربه عامو خلکو ته اوښتې.

د ولسي جرګې غړیو هم په هیواد کې د ملکیانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د جګړې دواړه غاړې له بې ګناه ملکیانو د سپر په توګه استفاده کوي. یادو غړو د جګړې پر دواړو لوریو غږ کړی چې ژر ترژر د جګړې اور کم کړي او یوه هر اړخیز اوربند ته غاړه کیږدي.

د جګړې د دواړو خواوو له لوري د ملکیانو ژوند ته پام نه کیدل د اندېښنې وړ موضوع ده چې باید په دې برخه کې نړیوال همکاري وکړي او پر دواړو خواوو فشار راوړي، څو د ملکیانو ژند ته پام وکړي. د سولې په روانو خبرو کې په دې اندازه د جګړې شدت هیچا لپاره د منلو نه دی. افغانان تمه لري چې د سولې د خبرو نتایج عملاً وګوري او دا هغه مهال کیدای شي چې د جګړې په شدت کې د پام وړ کموالی راشي.

د سولې پر خبر هم هغه مهال باور کیدای شي چې دواړه خواوې له جګړو لاس واخلي او پر یوه هر اړخیز اوربند سره سلا شي. د اوربند کیدل دوه اساسي ګټې لري، لومړی خو د خلکو ژوند خوندي کیږي، په بله معنا د ملکیانو سربیره د جګړې د دواړو خواوو جنګیدونکو کسانو د وژل کیدو مخه نیول کیږي. دوهمه ګټه یې دا ده چې د سولې لپاره مناسب بستر برابریدای شي او پر سوله هم عمومي باور هم لوړیدای شي، چې بیا ممکن ملت هم دوی تر یوې اندازې وبخښي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق