خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

حامد کرزی: روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی؛ هیڅ لوری هم د جګړې له لارې بریا ته رسیدای نه شي

طالبانو هم جګړې شدیدې کړې دي، عامه تاسیسات ورانوی او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او افغان حکومت هم هوايي بریدونه کوي او په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي

د افغانستان حکومت او طالبان دې دواړه دې له جګړو او بریدونو لاس واخلي، ځکه د جګړې له طریقه هیڅ لوری هم بریا ته رسیدای نه شي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي طالبانو هم جګړې شدیدې کړې دي، عامه تاسیسات ورانوي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، پر وړاندې یې افغان حکومت هم جګړې شدیدې کړې دي، هوايي بریدونه کوي او په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.

دده په خبره دواړو لورو ته په کار ده چې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او اوربند ته سره ورسېږي. حامد کرزي ټینګار کړی چې جګړه د حل لار نه ده او د جګړې له لار به هېڅ لوری هم بریا ته و نه رسېږي. هغه همدا راز هیله من دی چې د دوحې مذاکرات ژر تر ژره یو هوکړې  ته ورسېږي او دلته د روانې خونړۍ جګړې د ختمېدو سبب شي.

پخواني ولسمشر دغه راز د افغان حکومت د وروستۍ غوښتنې په تړاو چې ګواکي د بین الافغاني مذاکراتو پاتې برخې دې په افغانستان کې ترسره شي ویلي، چې دا ښه خبره ده خو ګومان نه کوي چې دمګړی دې دې کار ته شرایط برابر وي، ځکه په دوحه کې یوازې افغانان په مذاکراتو نه دي بوخت، بلکې هلته د امریکا په ګډون د ځینو نورو هېوادونو ديپلوماتان او استازي هم حضور لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق