خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

عمران خان د ولسمشر غني دوه غوښتنې د طالبانو پلاوي ته سپارلي دي

«د یوه نیم کال لپاره د موقت حکومت د رئیس په توګه د غني منل او د تاوتریخوالي کمول له طالبانو دوه اساسي غوښتنې دي»

پاکستان اسلام آباد ته د ملا برادر د سفر پر مهال له طالبانو غوښتي څو محمد اشرف غني د یوه نیم کال لپاره د موقت حکومت د مشر په توګه ومني او د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

رسنیو ته رسیدلي معلومات ښيي چې پاکستان د طالبانو پلاوي د سفر پر مهال د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ولسمشر غني هغه طرحه له طالبانو سره شریکه کړې، څو تاوتریخوالي کم کړي او د یونیم کال لپاره د موقت حکومت د رئیس په توګه د اشرف غني له راتګ سره موافقه وکړي.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر پر مهال پاکستان له طالبانو دوه غوښتنې کړې دي. په دغه سفر کې پاکستان صدر اعظم د ولسمشر غني هغه طرحه ورکړې چې اشرف غني له طالبانو غوښتي چې د یوه نیم کال لپاره د موقت حکومت د مشرۍ په توګه یې ومني او د دې ترڅنګ تاوتریخوالی کم کړي: «د پاکستان، اسلام آباد ته د ملا برادر د سفر پر مهال له طالبانو غوښتي څو اشرف غني د یو نیم کال لپاره د موقت حکومت د رئیس په توګه ومني او تاوتریخوالی را کم کړي.»

ویل کیږي چې ولسمشر غني دغه طرحه کابل ته د عمران خان د سفر پر مهال نوموړي ته سپارلې ده.  که څه هم د عمران خان دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د ملا برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره په ملاقات کې یې له دوی څه د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه کړې، خو طالبانو بیا ویلي وو چې د پاکستان له صدر اعظم سره یې یوازې د بین الافغاني مذاکراتو په تړاو خبرې کړي دي.

شنونکي د ولسمشر غني طرحې ته په پام وايي، چې ولسمشر په قدرت کې د پاتې کیدو لپاره هرڅه کوي. د سولې له خبرو باخبره کسان وايي چې پخوا هم ولسمشر غني ورته هڅه کړې او ښکاري چې غني په هر قیمت په واک کې پاتې کیدل غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود کابل نیوز ته ویلي: «د موقتې ادارې لپاره که دی(غني) راځي، دی تیار دی چې موقته اداره ومني، غیر له دې نه حتا د ده ټول فامیل د موقت حکومت مخالت کوي، زه فکر کوم د موقتي ادارې لپاره داسې څوک په کار دی چې په هغه باندې ملي وحدت راشي او تلپاتې سوله رامنځته شي، له دې غیر زه فکر نه کوم چې هغه څوک چې د منازعې طرف وي پر هغه دې موافقه راشي.»

د سیاسي چارو شنونکي عزیزالدین معارج وايي: «څنګه چې څرګنده ده امریکا او غرب غواړي په افغانستان کې د سولې تر نامه لاندې یوه معامله رامنځته کړي. د طالبانو او پخواني مجاهدینو په نامه کسان چې د دوی نه یو ګډ حکومت جوړوي، ځکه دغه خبره د آی ایس آی پخوان رئیس اسد دراني هم وکړه. غرب چې هرڅه کوي د پاکستان له طریقه یې کوي، پاکستان یو مجري هیواد دی او دوی پر دې باندې خبر دي چې دا کار کیږي، ځکه عمران خان د سولې د خبرو له پیل وړاندې دا خبره په زغرده وکړه چې په افغانستان کې باید یوه موقته اداره وشي. ولسمشر غني پوهیږي هر څه چې اجراآت کیږي په افغانستان کې د غرب له خوا د پاکستان طریقه یې کوي، ځکه نو له عمران خان څخه هیله کوي چې د راتلونکې ادارې مشرتوب غني د پاکستان له طریقه په لاس کې واخلي.»

که څه هم طالبانو تر دې مخکې د موقت حکومت د مشر په توګه د اشرف غني له راتګ سره مخالف کړی، خو تر اوسه یې د پاکستان وروستۍ غوښتنې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق