د المان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید په سوله کې له پرمختګونو سره وتړل شي. د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په تازه څرګندونو کې ویلي د بهرنیو ځواکونو ایستل دې په دې پورې مشروط کړل شي چې د افغانستان په سوله کې پرمختګ رامنځ ته کېږي او کنه.
دده په وینا که په سوله کې پرمختګ راغی او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه تر هغه وروسته دې په دې تړاو پرېکړه وشي. هایکو ماس وايي همدا چې مذاکرات په بریالۍ توګه پایلې ته ورسېدل نو دا د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت دی. هایکو ماس داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ناټو هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور او وتل د سولې تر خبرو پورې مشروط کړي او امریکا هم وایي چې د وضعیت تر ارزونې وروسته به د حضور او یا وتلو په اړه پرېکړه کوي.