خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

خلیلزاد د طالبانو د اعلامیې په غبرګون کې:د لرغونو او فرهنګي آثارو ساتل، مثبته خبره ده

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې په خاطر د طالبانو وروستۍ اعلامیه مثبته بللې ده. زلمي خلیلزاد د ازادي راډیو یوه همکار ته په لنډکي پیغام کې لیکلي چې “دا مثبته خبره” ده.

د طالبانو ډلې وړمه ورځ په یوه مفصله اعلامیه کې له خپلو جنګیالیو او ټولو غړو غوښتي چې په افغانستان کې په تاریخي او فرهنګي اثارو پام وکړي. دې اعلامیه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر خپره کړې راغلي چې هېڅوک د ځمکې لاندې اثارو د را ایستلو، بهر ته د انتقال او پلور اجازه نه‌لري.

اعلامیې له طالب جنګیالیو غوښتي چې د زړو کلاوو، منارونو، تاریخي برجونو او ګڼو اثارو په ساتنه کې همکاري وکړي، څو یې د وېجاړېدو او له‌منځه تلو مخه ونیول شي. طالبانو داسې وخت خپلو جنګیالیو ته د افغانستان د فرهنګي او لرغونو اثارو د ساتنې امر کړی چې د طالبانو په دوره کې د دې ډلې د مشر ملا محمد عمر په امر د بودا مجسمې په بمونو ونړول شوې.

د افغان ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه‌پال په خپل ټویټر لیکلي چې “طالبانو په خپل حاکمیت کې د ملي مصطلحاتو دښمني کړې”. د هغه په خبره “د بودا د مجسمو ورانول د ملي موزیم چور او کرنل امام ته ‌یې سپارل ښې بېلګې دي.”

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق