خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

ټوېټر د کورونا ویروس په هکله پر ځینې سپارښتنو بندیز ولګاوه

ټوېټر خواله رسنۍ وايي، د خپلو کارنو له حسابونو د کورونا ویروس په هکله ناسمې او ناتایید شوې ادعاوې لرې کوي.

ټوېټر د نويو اصولو له مخې داسې ټوېټونه منع کړي چې خلک لا ډېر پر کورونا د اخته کېدو له خطر سره مخ کوي.

په دې ټوېټونو کې دا ادعاوې هم راځي، چې ویل کېږي ځینې کسان تر نورو ډېر په کورونا اخته کېدی شي.

دې اصولو کې هغه ټوېټونه هم دي چې د کورونا ویروس د پېژندلو یا درملنې په هکله نارسمي سپارښتنې ولري.

دا شبکه خپله وېبپاڼه کې لیکي: “موږ دا اصول د حکومتونو او روغتیاپالو په ګډون له خپلو باور وړ شریکانو سره په پوره همغږۍ پلي کوو”.

نوي سیاست سره زیانمنوونکې منځپانګه ارزول کېږي او هغه ټوېټونه لرې کېږي چې نورو کارنو ته “د ډېر زیان رسولو خطر” لري.

خو د بي بي سي د ټیکنالوجۍ برخې خبریال کېتلان جونز وايي، که له دا ډول ټوېټونو سره مخ شو، د شکایت لېږلو اسانتیا نه لرو.

د هغه په خبره، د ډېرو کارنو له خوا د ناسمو اطلاعاتو ډېرښت ته په پام به د ټوېټر د نويو اصولو پلي کول ناشوني وي.

د ټوېټر دا ګام له هغه وروسته دی چې فیسبوک، ګوګل، مایکروسافت او رډیټ هم د اونۍ لومړیو کې ورته کار وکړ.

دغو شرکتونو هم ویلي چې د ناسمو مالوماتو له خپرېدو سره د مقابلې لپاره له حکومتونو سره همکاري کوي.

د دوی بیان کې زیاته شوې: “د کوویډ ۱۹ په تړاو دې برخه کې له یو بل سره نږدې همکاري کوو. له میلیونونو کسانو سره همکاري کوو چې له یو بل سره اړیکه ولري، د دې ویروس په هکله د تېر اېستونکو او ناسمو مالوماتو خپرولو سره مقابله کوو”.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق