خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

ارغنداب کې د جګړې دوام؛ د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار ولایت په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي دي. دفاع وزارت پرون یکشنبه اپرېل ۴(وري ۱۵) ویلي چې یاد وسله‌وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: «د ۵ ځانمرګو په ګډون، ۷۵ تنه طالب ترهګر ووژل شول.» بله‌خوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته ویلي چې د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله‌والو طالبانو بريد پر شا تمبولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کې لسګونو وسله‌والو طالبانو غوښتل چې د ولسوالۍ د مرکز د سقوط لپاره ډله‌ییز بریدونه وکړي چې په وینا یې د افغان ځواکونو له‌خوا هدف وګرځول شول چې پرون سهار پورې دوام درلود.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي هم امریکا غږ ته ویلي، چې د تیرې شپې په عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ قوماندانان او ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي. دفاع وزارت ویلي چې د افغان ځواکونو له‌خوا په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې د طالبانو ۳۲ کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس افغان ځواکونو د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو یو موټر بم هم هدف له رسېدو مخکې له منځه وړی دی او د یوې لویې چاودنې مخه یې نیولې ده. ویل کیږي چې وړمه شپه د ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو غږونه په کندهار ښار کې هم اورېدل شوي دي.

په یاده ولسوالیو کې د جګړو پيلېدو له امله زرګونه کورنۍ هم د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي. ارغنداب د کندهار ښار په شمالي څنډه کې ګڼ مېشته او زرغونه ولسوالۍ ده چې له تیرو دری میاشتو راهیسې د شدیدو جګړو شاهده ده. وسله‌والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د هوايي بریدونو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق