خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

د ‘الله‌ُاکبر’ په ویلو سره له جګړې سره د هراتیانو مخالفت

اشرف غني: طالبان باید پوه شي چې د افغانستان خاوره تل د ‘الله‌ُاکبر’ په نارې سره ساتل شوې ده

حامد کرزی: د هراتیانو الله‌ُاکبر نارې له ورانیو او جګړو د خلکو بیزاري ښيي او  د خلکو د ملي پاڅون معنا لري

وړمه شپه په هرات کې خلکو د اللهُ اکبر په نارو سره له روانې تپل شوېط جګړې سره کلک مخالفت څرګند کړ. د هرات د خلکو د الله اکبر نارې په په کور دننه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

د هرات ښار اوسیدونکي وايي چې په دې کار سره یې له روانې تحمیلي جګړې سره مخالفت څرګند کړی دی او په ټولنیزو پاڼو کې د هرات ښار ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د دغه شان کار لپاره پراخ کمپاین روان دی.

دوی په‌خپلو شعارونو کې د تکبیر نارو ترڅنګ په هیواد کې له روانو جګړو سره کلک مخالفت څرګند کړ. د هرات ښار د اوسیدونکي دغه کار په کور دننه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

ولسمشر غني د هرات د خلکو له پاڅون څخه د ملاتړ ترڅنګ وايي، چې طالبان باید پوه شي چې د افغانستان خاوره تل د الله اکبر په نارې سره ساتل شوې ده. ولسمشر غني زیاته کړه: «طالبان دې پوه شي چې دا خاوره همیشه په الله اکبر دریدلې او الله اکبر دوی ته څوک نه ورکوي. د دوی کار فتنه ده، فساد ده، وژل دي، تباهي ده او دا د الله ج د احکامو خلاف کار دی.»

په ورته مهال د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزی وايي، د خلکو له خوا څخه د تکبیر نارو په غبرګون کې ویلي دي چې دا نارې له روانې تحمیلي جګړې او ورانیو څخه د خلکو بیزاري او دا نارې د روانې جګړې پر وړاندې د خلکو د ملي پاڅون معنا لري.

حامد کرزي ویلي: «پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د هرات خلکو د تکبیر نارې په هیواد کې د روانې پردۍ او تحمیل شوې جګړې د خلکو بیزاري او پر وړاندې یې ملي قیام بولي او پر طالبانو باندې غږ کوي چې دغه نارې جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام او د خلکو له کلیو او کورونو لاس واخلي.»

په ورته مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم هرات د خلکو له یاد اقدام څخه هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د جګړې د پای ته رسیدو او د سولې د تامینیدو هیله څرګنده کړې ده.

په ورته مهال جهادي  رهبر او په هرات کې د طالبانو پر وړاندې د جنګیدونکو پاڅونوالو مشر محمداسماعیل خان چې په هرات ښار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، وایي چې د افغانستان اوسنۍ جګړه د دولت او طالبانو نه ده، بلکې د افغانانو دغه جګړه د پاکستان پر وړاندې ده.

هغه پر خلکو غږ وکړ، څو د طالب پر وړاندې قیام وکړي او هغوی داسې وځپي چې رالېږدونکو ته یې لوی درس شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا هرات کې د خلکو له خوا د تکبیر نارې او له جګړې سره مخالفت د حکومتي دستګاه له لوري د دوی پر ضد یوه هڅه بولي او ټینګار لري چې پر دوی هیڅ ډول تاثیر نه اچوي. د هرات ولایت اوسیدونکو له نن څخه شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې د مرغومې په ۲۴مه نېټه د کمونیستي نظام د استبداد پر وړاندې د الله اکبر غږ پورته کړ او پر ماتولو یې بریالي شول، خو دا ځل یې د طالبانو پر وړاندې عملاً دغه شان پاڅون کړی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق