خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

ولې چوپتیا خوره ده؟!

لیکوال: صفی‌الله ملاخیل

په وروستیو دوه میاشتو کې په لومړۍ مرحله کې د هیواد له نیمايي زیاتو ولسوالیو سقوط وکړ، ورپسې اوس دا دی د ولایتونو د سقوط لړۍ پیل شوې چې تر اوسه نهه ولایتونو عملاً سقوط کړی او که چیرته همداسې ادامه پیدا کړي په څو ورځو کې پلازمینه هم له دغه ګواښ سره مخ کیدای شي. د دغه وضعیت په اړه د حکومت، سیاسیونو او نړیوالو چوپتیا د پوښتنې وړ ده، چې ولې طالبان د موټر تر سرعت هم چټک ښارونه نیسی، خو هیڅوک هم غبرګون نه ښيي؟ که خبره د معاملې وي، نو باید ملت په جریان کې وي چې څخه روان دي، ترڅو د بې ځایه مړو او ورانیو مخه ونیول شي.

طالبانو چې هغه مهال هیڅ ولایت تر کنټرول لاندې نه درلود، د اویا او اتیا فیصده قدرت درلودلو توقع یې لرله، اوس چې ګڼ ولایتونونه د دوی تر کنټرول لاندې دي، بیا خو ټول قدرت غواړي او هیڅوک یې هم خبره رد کولی نه‌شي، ځکه دیخوا سکوت خور دی او د هیچا له خولې هیڅ هم نه اوریدل کیږي.

اصلاً که معامله دومره اسانه او ارزانه کیدای شوای، نو بیا دا شل کاله وینې د څه لپاره تویې شوې او دا شل کاله د ترهګرۍ تر نامه لاندې ولې له دغې ډلې سره جنګونه وشول؟ دلته خو د جمهوریت او نظام د پايښت خبرې کیدې، اما اوس ولې ټول چوپ دي او خولو ته یې قلفونه اچولي دي؟ د هیواد ټول ټول شمالي ولایتونه سقوط کوي، اما د هیڅ سیاسي مشر، قومي مشر او د حزب د مشر له خوا آن یوه تشه اعلامیه هم نه صادریږي؟ آن ارګ هم غوږنه کاڼه اچولي دي. که چیرته دا هرڅه دومره ارزانه پلورل کیدل، نو بیا دا شلو کلونو کې د دومره مرګونو او دربدریو تاوان څوک ورکوي؟

 موږ خو له لومړۍ ورځې د سولې پر خبرو باور درلود او له دواړو خواوو مو غوښتل چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته مخه کړي، ترڅو هم له تلفاتو او خساراتو مخنیوی وشي او هم ټولې ستونزې او مشکلات په ښه ډول حل او فصل شي او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وګرځي، اما همدوی به موږ د جمهوریت د دښمنانو او طالبانو پلویان ښودلو او د جمهوریت د مدافع په توګه به یې د فیسبوک چلوونکو له طریقه په سل نومونو کته او پورته کولو.

اوس هم زموږ ټینګار د جګړې په نه کولو دی، یعنې دا چې دواړه خواوې دې د جګړې پر ځای اوربند وکړي او د سولې لپاره د اغیزمنو خبرو لپاره باید هلې ځلې چټکې کړي او افغانستان باید د نظامي سقوط له خطر څخه وژغورل شي، بلکې ټول تحولات باید د خبرو اترو او سیاسي توافقاتو په پایله کې رامنځته شي، څو د پاشل کیدو مخه ونیول شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق