لیکونکې: بسینا میدانوال
په خبرونو کې مې ولیدل او واورېدل چې د کونړ په مروره ولسوالۍ کې یوه ښځه درې ځله کونډه شوې او اوس د یوه معلول مېرمن ده. کله چې هغه خپل لومړی مېړه په جګړه کې له لاسه ورکوي بیا د خپل مېړه له ورور سره نکاح کوي،او کله چې يې دويم مېړه هم جګړه ځینې اخلي، درېيم لېوره ته په نکاح کېږي. درېيم مېړه یې هم سرتېری وي او شهید کېږي اوس یې له خپل هغه لېور سره نکاح کړې چې جګړې معلول کړی دی.
خواښې يې هم حیرانه او ویرجنه خواه کې ناسته وه. ببر سري، یبلي پښې او بېوزله معصوم یتیمان ترې را تاو ول.
زه ډاډه ویلی شم چې له همدې مېرمن به هغه مهال چې له خپل لومړي مېړه سره یې واده کېده چا نه وي پوښتلي چې له هغه سره نکاح کول غواړي او که نه.
بیا چې کله د دويم او درېيم وار لپاره کونډېږي او په پرله پسې توګه بل لېور ته په نکاح کېږي؛ چا به نه وي پوښتلې چې نکاح کوې او که نه؟
افغانستان کې کله چې نجلۍ ودېږي، پلار یې لوړ ولور پرې کېږدي او یا یې د ځان او یا زوی لپاره په بدل ورکړي.
کله چې کونډه شي بیا یې نو اختیار د خسر او لېورونو وي چې څه پرې کوي، چا ته یې ورکوي که کونډتون ته یې مجبوره وي.
کله ناکله د پلار او ورور د بدو په بدل کې مقابل لوري ته ورکول کېږي.
د افغان ښځو د روغتیایې ستونزو په اړه خو ښایې زما قلم هم کوتاهي وکړي، ځکه نه دي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي.
لا هم یو شمېر کلیوالې افغاني ښځې په داسې ناسمو او ناپاکو ځایو کې لنګوالی ترسره کوي چې د ککړتیا حد پرې تمام وي لکه غوجل او د کوټې کونج کې جوړ شوی په اصطلاح تشناب.
تر دې بدتره دا چې د درد پر مهال ورته د غږ د اوچتولو اجازه هم نه وي یو نیم وخت د کورنۍ د مشرانو مېرمنو له لوري له سوک څپېړې سره هم مخامخ کېږي وایې چوپ شه بې شرمې ټولې ښځې دې په شرمونو وشرمولې.
Basina Maidanwal