د رپوټونو له مخې د امریکا پوځ د ایران او د هغه د ملاتړو له بریدونو د خپل پوځ د خوندیتوب لپاره د عراق ځینې پوځي اډو کې د پاتریوت په نوم د توغندي ضد ډال لګوي.
فرانس خبري اژانس د نامالومو سرچینو له خولې رپوټوي چې یو دا توغندیز سیستم تېره اونۍ د عراق لوېدیځ کې عین الاسد اډې ته لېږدول شوی او اوس چمتو کېږي.
د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د وژلو غبرګون کې چې تېره جنورۍ ایران پر عین الاسد اډه توغنديز برید وکړ، لسو امریکايي پوځیانو سپک مغزي ګوزار ولید.
نږدې زر امریکايي پوځیان دې اډه کې مېشت دي.
فرانس خبري اژانس وايي، یو پاتریوت سیستم هم د عراق د کوردستان مرکز اربیل کې اډې ته وړی او بل سیستم هم له کویت عراق ته لېږدول کېږي.
د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام مشر جنرال کنټ فرانک مکنزي نږدې دوه اونۍ مخکې تایید کړه چې هېواد یې په عراق کې د بالستیک توغندیو ضد ډال لګوي.
هغه د امریکا د ولسي جرګې د وسلوالو ځواکونو جرګه ګۍ ښکاره غونډه کې وویل: “موږ عراق ته د بالستیک توغندیو ضد سیستم وړو، چې د ایران له بریدنو خوندي شو”.