چین وایي د طالب بندیانو خوشي کول به ددواړو لورو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي. د چین د بهرنیو چارو زوارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.
د ویاند په خبره چین تل هڅه کوي د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ترسره کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د لویې جرګې له پرېکړې هرکلی کړی دی او په خبره یې د بندیانو خوشي کول د باور فضا پیاوړې کوي، نو له همدې امله طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده چې پر ژمنو عمل وکړي او په دې توګه به د سولې هڅې پایلې ته ورسېږي. چین تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په مسئله کې د همکاریو ژمنه کړې وه.