حامد کرزی: دیني عالمان دې افغان ځوانان زده کړو ته تشویق کړي
بدخشان ولایت کې له هغو ۱۸۰ نجونو د کانکور ازموینه واخېستل شوه، چې د ځینو ستونزو له امله له ازموینې محرومې شوې وې.
د بدخشان ولایت ځايي چارواکو ویلي هغه ۱۸۰ نجونې چې د کانکور له امتحان څخه محرومې شوې وې په شغنان ولسوالۍ کې ترې د کانکور ازموینه اخېستل شوې ده.
په ورته مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي بدخشان ولایت کې د کانکور له ازموینې د یادو نجونو د محرومېدو په تړاو اندېښنه ښودلې وه او ویلي و، چې دیني عالمان او قومي مشران باید ځوانان تعلیم ته وهڅوي.
حامد کرزی وایي د ځوانانو هڅې ددې سبب کیږي، چې افغانستان پرمختګ، ابادۍ او خودکفايي ته ورسیږي.