عبدالله عبدالله: دا خاص فرصت دی او باید ترې ښه ګټه پورته شي
نادر نادري: دوحې ته په دې هیله ځو چې دلته اوربند وشي او افغانستان روښانه راتلونکې ته زمینه برابره شي
عبدالحفیظ منصور: افغانستان د تولو مشترک کور دی، د پخلاینې او مشارکت لپاره زمینه مساعده ده، راځۍ خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچې پلاوی د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره پرون جمعه قطر ته ولاړ. دغه یوویشت کسیز پلاوی به د طالبانو له یوویشت کسیز پلاوی سره د سولې په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي او دواړه لوري به د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره قطر ته روان شو، هیله لري چې مذاکرات به یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي او د یاد ټیم نور غړي هم ورته هیله څرګندوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وايي: «دا استثنايي فرصت دی، په کار ده د افغانستان خلکو د مصیبتونو او مشکلاتو په نظر کې نیولو سره، له دې فرصته ښه ګټه پورته شي. زه هیڅکله نه غواړم بدبین و اوسم، خو داسې هم نه ده چې شته ستونزې نادیده ونیسو.»
د یاد پلاوی نور غړي هم وايي، چې هڅه به وکړي چې له طالبانو سره خبرو کې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي. د مرکچي پلاوی غړی نادر نادري وايي: «دوحې ته په دې هیله ځو کې دلته اور بند شي. د افغانستان په هر کور کې چې خلکو دردونه لیدلي دي، دغه دردونه التیام شي او د افغانستان هغه ارزښتونه چې په دوه لسیزو کې ترلاسه شوي، هغه لا پیاوړي شي او افغانستان یو ولسواکه، مستقله او باثباته او پرمختللي راتلونکې ته یې زمینه برابره شي.»
د مرکچي پلاوي بله غړې فوزیه کوفي کابل نیوز ته ویلي: «زه دې سفر ته په یوه خوشبني ځم، زما هیله دا ده چې په دې مذاکراتو کې د افغانستان د خلکو هیلې، آروزګانې او غوښتنې په پام کې ونیول شي.»
د مرکچي پلاوي بل غړی مولوي عطاءالله لودین وايي: «هلته به ان شاءالله د افغانستان د خلکو د ټولو ملي او دیني ارزښتونو په رعایت سره پر موضوعات بحث کوو، نو دا چې اجنډا به څه شی وي، نو دا به له لومړۍ ناسته وروسته معلومه شي چې د بحث اجنډا څه ده، نو موږ امیدوار یو چې ان شاءالله خپل ولس ته د افغانستان د سولې په اړه ښه پیغام ولرو.»
د پلاوی بل غړی عبدالحفیظ منصور: «افغانستان د تولو مشترک کور دی، دا زمینه د پخلاینې او مشارکت لپاره مساعده ده، راځۍ خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو، د جګړې تجربه د ټولو لپاره ترخه او بده وه.»
په دې ناسته کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پمپیو، د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر سترسلاکار سلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سادات منصور نادري ګډون وکړي.