قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو سره هم مهاله اقتصادي کارپوهان او د خصوصي برخې استازي ترې هرکلی کوي او د دغو خبرو بریالي کېدل هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا باندې اغېزمنې بولي.
دوی زیاتوي چې که دوحه کې د سولې خبرې بریالۍ شي، د افغانستان اقتصادي حالت به بدلون وموموي. د افغانستان خونو د فدراسیون مرستیال وايي چې افغان حکومت او طالبان باید د سولې خبرو کې خصوصي سکتور له پامه ونه غورځوي. سخی احمد پیمان زیاتوي: «زموږ ستونزې امنیت دی، او که سوله وشي موږ چمتویوو چې پانګونه زیاته کړو.»
له بلې خوا هېواد کې څېړنیز بنسټونه په اقتصادي اوټولنیز ثبات کې د خصوصي برخې ونډه ډېره مهمه بولي او زیاتوي چې که هېواد کې د دوی پر وړاندې ستونزې هوارې شي، بې وزلۍ به هم راکمې شي.
د البیروني څېړنیز بنسټ اجراییه رییس، نذیر کبیري په دې اړه طلوع نیوز ته ویلي: «خصوصي برخه کولی شي چې د کار رامنځته کولو سره د بیکارۍ لویه ستونزه هواره کړي او ډېرې ستونزې هوارې کړي.» د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال، خان جان الکوزی زیاتوي:«د خصوصي سکتور ونډه د سولې خبرو کې مهمه ده او باید زموږ د ستونزو هوارۍ لپاره کار وشي.» د بازار اقتصاد پر بنسټ د هېواد په اقتصاد کې د خصوصي برخې ونډه مهمه بلل کېږي.