خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د سولې خبرو کې د پاکستان په تاکتیکي لوبو د افراسیاب خټګ نیوکې

د پښتون سیاستوال او د چارو شنونکي افراسیاب خټک وايي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ پیل شوې خبرې د میاشتو په تېرېدو پایلې ته نه دي رسېدلي.

خټګ په یوه مقاله کې ویلي چې که څه هم طالبان وایي چې اوس یې خپله رهبري افغانستان ته لېږدولې ده، خو د یادې ډلې مهم کسان او مهم پټنځایونه لا هم په پاکستان کې دي.

خټک زیاته کړې، نه یوازې طالبان بلکې ځینې اوسني افغان سیاستوال او پخواني مجاهدین اوس هم په پاکستان کې سرمایې لري او ای اس ای چې د سیاسي لوبو په طراحي کې ډېر ماهر دی کولی شي د افغانستان د شمالي برخې سیاستوال ډېر ژر له طالبانو سره کېنوي.

د نوموړي په وینا، پاکستان ښایي د افغانستان د پښتنو استازولي طالب ډلې ته ورکړي او په همدې توګه د کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو پښتنو ستونزه هواره کړي.

لیکنه کې وړاندې راځي، ښایي په طالبانو کې هم ځینې کسان وجود ولري چې د پاکستان له سیاستونو سره مخالفت وکړي، خو ای ایس ای تور لیست لري او کله چې یې هغوی له امر څخه سرغړونه وکړي، نو د هند ملاتړو نوم ورپورې تړي او له صحنې یې باسي.

د لیکنې وروسته برخه کې راغلي، پاکستان چې د تجارت او ډېورنډ کرښې امنیت په ګډون یې ټول مسائل چنې وهلو ته پرېښي دي، د سولې پروسه کې د پېش بیني شوې غوټې خلاصولو ته په تمه دی.

 د نوموړي په خبره، پاکستان هڅه کوي د اسلامي حکومت بدل کې پر طالبانو اوربند ومني او په همدې توګه درېدلې خبرې بېرته دوام پیدا او په پایله کې یې طالبان د تېر په څېر د پاکستان په خوښه له اسلامي امارت سره بېرته کابل ته ستانه شي چې د ده په خبره دا به ښې پایلې ونه لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق