خبرهای مرتبط

جمع

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسيناسیون پيل شوی

په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ...

مجاهد: حکومت افغانستان فراگیر است

ذبیح الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در واکنش به...

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

افغان جګړه؛ خونړی سریال!

له مودو راهیسې مې د سولې د تامین په راوستو مې لیکنې کړي. په ټولو هغو کې مې د افغان جګړې ښکیل لوري، عام ولس او نړیوال دې ته هڅولي چې د افغانستان جګړه بې معنا او بې ګټه ده او تاوان یې یوازې عام ولس ته اوړي چې باید ژر تر  ژره بنده شي.

په وروستیو شلونو کلونو کې میلیونونه ماشومان بې پلاره، زرګونه نور بې موره، لسګونه زره ښځې ګونډې او زرګونه میندې بورې شوې دي، چې د دوی درد یوازې الله ج ویني او بس. اما له بده مرغه چې تر اوسه هم په هیواد کې سوله نه ده تامین شوې او جګړه لا هم د خلکو اولادونه خوري.

د افغانستان جګړه نه جهاد دی او نه هم مقدس جنګ، بلکې دا یو مافیايي، د لوړو قدرتونو د ساعتیرۍ او یو بل مصروف ساتلو او په همدې ډول د قدرت تر لاسه کولو جنګ دی. د افغانانو لپاره د تباهۍ او بدمرغۍ جنګ دی، اما مافیايي کړیو، ګاوڼدیانو او یو شمیر بهرنیو امنیتي شرکتونو ته بیا لنګه غوا ده چې کاروبار یې په جوړ شوی دی.

زموږ ګاونډیان دلته جګړه د دې لپاره کوي چې خپله هیواد یې په امن کې وي، پاکستان له هند سره جګړه دلته کوي، ترڅو له هند سره په مخامخ جګړه کې ښکیل نه شي، هند همچنان په همدې هدف دلته پراخ نفوذ غواړي، ترڅو په افغانستان کې د جګړې په دوام سره د ترهګرو او پاکستان پلوه سخت دریځو ډلو پام ور وا نه وړي. ایران له سعودي او امریکا سره دلته زور ازمايي کوي. ایران په افغانستان کې د سعودي د نفوذ د پراخیدو مخالف دی او په همدې ډول غواړي چې امریکا دلته په یوه بې معنا او بې ګټې جنګ کې مصروفه کړي، ترڅو دی د نړیوالې ټولنې او امریکا له توجه ووځي او خپلو اهدافو ته ځان ورسوي. په همدې ډول سعودي هم خپل نامشروع اهداف تعقیبوي. روسیه او امریکا هم ورته لوبه روانه کړې ده. خو د دغو ټولو جګړو یوازینۍ قرباني مظلوم افغان دی. هغه افغان چې دومره څه نه لري چې شپه پرې سبا کړي او دومره بې وسه دی چې آن ځان لپاره د جامو او بوټانو د رانیولو وس نه لري، نو د دغه شان مجبوریو له امله ځي د دین او مذهب تر نامه لاندې د داسې ډلو په لومه کې لویږي چې فکر کوي چې هم ثواب او هم خرما تر لاسه کوي، اما هم ژوند بایلي او هم وطن سره خیانت کوي او هم یې کورنۍ بې سرپرسته کیږي.

د ټام او جیري یا د موږک او پيشکې دغه سریال له کلونو راهیسې دلته روان دی. د افغانستان امنیت هماغه د پيشکې او موږ کارتون ته ورته دی چې که یو ځای کې لږ سمسکی راشي، بل ځای اور واخلي، چې هغه اور مړ شي، بل ځای اوبه یوسي، چې هغه ترمیم شي، بل ځای زلزه ونړوي. د امنیت د ټینګولو دغه سریال همدغسې روان دی، اما په ډېر لوړ او د افغانانو د کورونو د تباهۍ په قیمت چې تر اوسه مو سلګونه زره خلک له لاسه ورکړي او سلګونه زره نور در په دره دي او سلګونه زره خویندې مو ګونډې شوي او میلیونونه ماشومان مو یتیمان شول.

له بده مرغه، دغه لړۍ به تر هغو روان وي، ترڅو د جګړې ښکیل افغان لوري له حالاتو درس وا نه خلي او پر وطن زړه ونه خوږوي. که دوی د بل د لاس آله نه شي، په یقین سره ویلی شم چې کله هم دښمن په افغانستان کې لاسوهنه نه شي کولی.

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق