خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

پر کابل پوهنتون حملې او سیاسي استفادې!

ترهګریز بریدونه که څه هم د افغانستان د خلکو د ژوند د یوې ترخې برخې په توګه شته او اوس افغانان له دغې شومې پدیدې سره عادت شوي دي. ډیری افغانان پوهیږي چې په یوه کار یا یوه ځای کې یې ژوند له خطر سره مخ دی، خو ځینې وختونه له مجبوریته او یا هم د خطر د کم نیولو له امله بې باکانه وړاندې ځي.

د کابل پوهنتون که څه هم له هر ډول سیاست څخه لرې مرکز دی، اما تل له امنیتي ګواښونو سره مخ و او استادانو او محصلانو ته یې په کراتو خبرداري ورکړل شوي چې ځانونو سره خیال وساتي، ځکه امنیتي معلومات ښيي چې په کابل کې په یوه پوهنتون برید کیدونکی دی. د افغانستان د ډیری بنسټونو وضعیت دغه شان دی. اکثره ادارو ته مخکې له مخکې خبرداری وکړی شوی چې د ترهګرو له ګواښ سره مخ دی. اما د ناچارۍ له وجهې یې چارې مخته ځي او یو مامور او کارمند هم د غیرحاضرۍ په فکر کې نه وي.

پر کابل پوهنتون برید په خپل ذات کې بې مخینې دی. که څه هم اوس په افغانستان کې د داسې بریدونو شمیر هم زیات شوی چې تر کیدو مخکې یې د هیواد په هیڅ ګوډ کې هم نه وي شوي. یعنې دا چې هر برید په یوه نوي فکر او هدف ترسره کیږي، چې تکراري بڼه هیڅ نه لري. خو په کابل پوهنتون برید ځکه د شننې او اندېښنې وړ دی چې دا د افغانستان د ټولو پوهنتونونو مور او ټولو علمي او فرهنګي فعالیتونو زړه یا مرکز دی.

طالبان وايي، دا برید په دوی پورې اړه نه لري. داعش ته منسوبه پاڼه وايي چې برید دوی کړی او د بریدګرو عکسونه یې هم خپاره کړي دي. خو افغان دولت او زیات شمیر مدني، سیاسي او ټولنیز فعالان بیا د طالبانو په یوه ټویټ طالبان نه شي تبریه کولی او د حملي اصلي عاملین همدوی بولي. په ټولنیزو او خواله رسنیو کې ډېرې داسې لنډې جملې، ویډیوګانې او ترکیبونه مې ولیدل چې د برید پړه یې پر طالبانو اچولی. ځینو افغانانو خو د سولې د روانو خبرو د بندیدو غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې داسې نه شي کیدای چې طالبان دې هم سوله وکړي او هم دې جګړه وکړي او عام ولس دې ووژني.

 د دغه کمپاین یوه برخه د دولتي کړیو له لوري مخته ځي او هڅه کیږي چې له دغه برید څخه د ځینو کسانو د ناکارۍ د پټولو، د ځان د سپین ثابتولو، د طالب د غندلو او د سولې خبرو د درولو لپاره ګټه پورته کړي. دا سمه ده چې د د افغانانو لپاره د جګړې دواړه لوري ملامت دي او طالب هم تر هغو ملامت دی چې ترڅو یې اوربند نه وي کړی او افغانانو وژلو ته یې د پای ټکی نه وي ایښي، اما دا په دې معنا هم نه شي کیدای چې دولتي چارواکي دې د خپل ځان د پاک ثابتولو او د خپلو کمکاریو د پټولو لپاره ترې استفاده وکړي.

ملت ته که طالب ملامت دی، خو حکومت ورته مسوول دی، کله چې حکومت په دومره یقین وايي چې دا کار د طالب دی، بیا یې نو ولې مخه نه نیوله. زه په دې باوري یم چې یا دا کار د طالب دی، خو انکار ترې کوي، یا دا کار د طالب نه دی، بلکې ځینې نورې کړۍ دي چې غواړي اوبه خړې کړي، اما په ټوله کې مسوول حکومت او امنیتي بنسټونه دي چې د امنیت په تامین کې پاتې راغلي دي او نه شي کولی چې افغانانو ته د ژونډ، زده کړو او کار مناسبه زمینه برابره کړي.

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق