سرچینه: نوې طرحه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د دوحې توافق ترڅنګ درې نور مسایل هم د اساس په توګه ومنل شي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوي طالب لوري ته یوه نوې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې د دوحې تړون ترڅنګ دې درې نور مسایل هم د مذاکراتو د اساس په توګه ومنل شي.
دغه درې ټکي کوم چې د دوحې د هوکړې ترڅنګ د مذاکراتو د اساس په توګه د افغان پلاوي له خوا مطرح کیږي، تر اوسه یې په اړه معلومات نهشته، خو ویل کیږي چې حکومت غواړي د دوحې د هوکړې سربیره د افغان حکومت او امریکا ترمنځ یو له تړونو او یا د لویې جرګې پرېکړې دې د اساس په توګه ومنل شي.
سرچینې ویلي، چې دوی پر یوه داسې طرحه کار کوي چې له مخې یې د مذاکراتو د طرزالعمل د نهايي کولو لپاره د دوحې تړون سربیره درې نور مسایل هم د خبرو د اساس په توګه ومنل شي.
سرچینې دا هم وویل چې تر اوسه دغه طرحه نهايي نه ده، خو د درې وو نورو اضافي مسایلو په اړه جزئیات ور نه کړل. ویل کیږي چې د افغان لوري دا طرحه به د قطر له لوري چې د تسهیل کوونکي رول لري، طالبانو ته وسپارل شي.
په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط کابل نیوز ته ویلي: «د طرزالعمل د نهايی کیدو لپاره د اساسي په توګه د طالبانو او امریکا د دوحې توافقنامې ترڅنګ، موږ درې مشخص مسایل پیشنهاد کړي، چې د اساس په توګه ومنل شي، خو تر اوسه دغه مسایل نهايي شوي نه دي.»
د سولې له خبرو باخبره کسان وايي، چې اوس د دې وخت دی چې دواړه لوري پر حل لاره فکر وکړي. پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا کابل نیوز ته ویلي: «دوی د معضلې یو طرف دي، اختلافي موضوع ګانې که یو طرف حل کړي، هغه حل کیږي، که چیرته حکومت اختلافي موضوع ګانو د حل په اړه تصمیم ونیسي، دغه موضوع حل کیږي.»
د چارو شنونکي له دواړو لوریو غواړي چې په داسې معقوله طرحه کار وکړي چې دواړو غاړو ته د منلو وړ وي. د ولسي جرګې غړي ابرار الله مراد وايي: «تاسو وکتل چې د څو ورځې وړاندې د حکومت مرکچي پلاوي وویل چې موږ یوڅه رانږدې شوي یو چې اصلي اجنډا ته ورشو، طالبانو موږ سره تر یو څه حده پورې هم نظره شوي دي، له بلې خوا به امریکا کې یو تحول راغی، نوی رئیس جمهور راغی، له دې سره په افغانستان کې د جګړې شدت هم راکم شي او طالبان چې په کوم میز ناست دي له هغې نه به راکوز شي.»
طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوحې تړون عملي کیدل د جنګ د پای ته رسیدو یوازنۍ لاره ده او د امریکا نوې رهبرۍ باید هغو افرادو، کړیو او جهتونو ته متوجه وي چې په واک کې د پاتې کیدو لپاره د جګړې دوام غواړي.