خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

ایا د ولسي ویښتیا دوره پیلیدونکې ده؟

له کومې ورځې چې په کوزه پښتونخوا کې د منظور پښتون په مشرۍ د پښتنو غورځنګ رامنځته شوی، ډېری افغانان فکر کوي چې که دغه ډول حرکتونه بنسټیز شي او د افغانانو له لاسه ټوپک واخیستل شي او قلم ورکړل شي، نو ارو مرو زموږ سیمه له روان تشدد څخه ځان ته د ایستلو لار موندلی شي.

که څه هم فخر افغان باچاخان په ټوله نړۍ کې د عدم تشدد معدودو کسانو له ډلې دی، اما قوم او ملت یې دا څو لسیزې د جګړې او تشدید اصلي قرباني دی. هم یې ځان سره تشدد کړی او هم یې نړیوال ته د خپل تشدد تاوان اړولی دی. او د دې علت هم د افغانانو په خاوره او منابعو باندې د پردیو د برلاسۍ دی چېله امله یې افغانان د عدم تشدد له کاروانه بیل او د تشدد له هغه سره یوځای کړل شول چې له بربادۍ، تباهۍ او بې آبرو ګۍ پرته یې نور هیڅ هم افغانانو ته نه دي راوړي.

د تشدد ښې پریمانه پیلګې لرو او ډېر داسې افغانان شته چې پر خپل تشدد ویاړي هم. د وروستیو څلور لسیزو جګړو زموږ څو نسله په تشدد کې ورزول، چې د دغو نتایج به تر ډېرو زموږ خاورې او خلکو ته زجر ورکوي. د طالبانو غورځنګ، یو شمیر جهادي تنظیمونه او ډلې او په همدې ډول چپي حرکتونه ټول د تشدد زیږنده دي او ډيریو تر خپلې وسې تشدد وکړ او خپلو خلک او خاورې ته یې تاوان ورساوه، که څه هم ممکن ځینې اوس د خپلو کړو پړه پر نورو واچوي او ووايي چې موږ تشدد ته مجبور شوي وو، اما حقیقت دا دی چې په افغانستان کې که تر هر نوم او پلمې لاندې چې و تشدد وشو او لا هم له بده مرغه دغه لړۍ روانه ده.

تشدد ته د افغانانو ټیل وهل کورنۍ ريښې نه لري او د افغانانو په خاوره د جنګ اور او تشدد رامنځته کول د سیمې او نړۍ قدرتونو لویې وې چې نن ورځ هم افغانان په ارام ساه نه شي اخیستی. د پاکستان پوځ، استخباراتو او د امریکا او روسیې به شمول ګڼو استخباراتي سازمانونو د افغانستان سوله ییزه خاوره او خټه د تشدد او جګړې په اوبو خړوبه کړه او افغانانو ته یې غم وکوت.

اما د دغه تشدد او جګړې د پای ته رسولو لپاره ځینې څرکونه هم لیدل کیږي، چې هغه په کوزه پښتونخوا کې د منظور پښتون په مشرۍ د پښتنو د تحفظ مومنټ رامنځته کیدل دي چې پر تشدید هیڅ باور نه لري او د خپل خدای بخښلي مشر خان عبدالفغار خان لار یې نیولې او له سوله ییزې لارې د خپل قوم او ولس ګټې تامینول غواړي.

له دغه غورځنګ څخه په کوزه پښتونخو، بلوچستان او افغانستان کې پراخ هرکلی وشو او ټولو افغانانو په پوره ایماندارۍ د دغه خوڅښت ملاتړ د دې لپاره وکړ چې پر تشدد باور نه لري او د پراخ ولسي فشار په نتیجه کې خپلو موخو ته رسیدل غواړي، ترڅو نړۍ ته معلومه شي چې افغانان لکه څنګه چې يې په اړه په وروستیو لسیزو کې قضاوت کیږي، هغسې متشدد او سخت دریځي نه دي، بلکې دغه ستر ملت د باچاخان، ګاندي او نلسن منډیلا په لاره روان دي او نور له تشدد او سخت دریځو ډلو څخه په تنګ راغلي.

 افغانان پوهیږي چې یادې متشددې ډلې یوه هم په ولسونو کې ريښ نه لري او تش د استخباراتي لوبو په نتیجه کې د افغانانو پر خاوره تحمیل شوي دي، چې که د منظور پښتین حرکت پراخ شي او عملي نتیجې هم ورکړي، نور به کله هم د افغانانو په کلیو او بانډو کې دغو منفورو ډلو ته ځای نه وي او د افغانانو خاوره به د ژوند، مینې او پرمختګ زانګو وي.

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق