خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د جنیوا کنفرانس؛ د مرستو شرایط به سخت وي!

ټاکل شوې ده چې سبا دوشنبه د جنیوا کنفانس ترسره شي. دغه کنفرانس د فنلنډ او ملګرو ملتونو له خوا د دوه ورځو لپاره د نوومبر په ۲۳مه جوړیږي. دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو مرستې راټولیږی چې پر اساس یې د افغانستان د جګړې، سولې او رغونې پلانونه عملي کیږي. دغه کنفرانس هر څلور کاله وروسته جوړیږي او په کې نړیوال خپلې مرستې تازه کوي. سږ کال د کورونا وبا له امله په انلان ډول جویړیږي.

 افغانستان د نړیوالو مرستو لپاره شدیده اړتیا لري، له همدې امله د دغه کنفرانس ترسره کیدل حیاتي دي، خو دا چې نړیوال به دا ځل د پام وړ مرستې وکړي که نه، لا دقیقه معلومه نه ده؛ اما د افغان او نړیوالو رسنیو پر اساس اټکلیدای شي چې دا کنفرانس به تر پخوانیو هغو د مرستو د کمیت له اړخه متفاوت وي او نړیوال به بیا کله هم سپین چکونه افغان لوري ته ور نه کړي، بلکې د هر ډالر په بدله کې به ورنه ضمانت وغواړي چې اصلاحات راولي او پیسې په سمه توګه ولګوي.

اما د افغانستان حکومت تر اوسه هم هغه لازم اصلاحات نه دي عملي کړي چې پر اساس یې د دغو مرستو د پر ځای لګیدو ډاډ ورکړل شي. لا هم افغانستان په جګړه کې ښکیل دی او د فساد شتون هم پراخ دی، چې دغه اندېښنو نړیوال مرسته کوونکي اندېښمن کړي، چې له افغانستان سره مرسته په کومو شرایطو وکړي، چې بې ځایه ضایع نه شي او د څو معدودو کسانو جیبونو ته لاړه نه شي.

افغانستان چې دمګړۍ د په خورا سخت جنګ کې ښکیل دی چې د جنیوا د کنفرانس مرستې ورته د سیروم حیثیت لري. اما افغان حکومت کومې ژمنې چې به تېر کنفرانس کې کړې وې، یوه هم نه ده عملي کړې. فساد تر پخوا زیات او سیستماتیک شوی او پر ځان د بسیاینې لپاره هم هیڅ کار نه دی شوي چې پر اساس یې نړیوال پر دې حکومت باور وکړي او نورې مرستې ورکړي. افغان حکومت په تېرو کلونو کې یوازې وخت په تشو وعدو او افتتاحیو تېر کړ، په عمل کې هیڅ داسې نه دي ترسره شوي چې خلکو ته هیله ورکړي چې هیواد پر مثبت لوري روان دی. په همدې خاطر دا ځل به نړیواله یو ډالره هم له تضمین پرته ور نه کړي، ځکه یو خو نړیواله ټولنه او د نړۍ ګڼ هیوادونه د کورونا ویروس له امله له سخت اقتصادي بحرانونو سره مخ دي او له بل لوري د افغانستان له جګړې څخه یو ډول بې زاري هم شته. د امریکا په ګډون ګن هیوادونه د افغانستان جګړه طاق فرسا بولي او په دغې جګړه کې د پیسو لګول بې ګټې بولي، له همدې امله دا ځل مرستې به یې د سولې د تامین له مسئلې سره هم تړلې وي او هر څومره چې افغان حکومت د سولې له پروسې سره مثبت برخورد کوي، په هماغه اندازه به د نړیوالو ملاتړ او مرستې تر لاسه کوي؛ خو که چیرته لکه اوس د سولې په مقابل کې واقع شي، نو د مرستو د کمښت له ګواښ سره به مخ کیږي، هغه ننګونه چې افغان حکومت او طالبان مجبوروي چې د سولې خبرې جدي وګني او یوې حل لارې ته سره ورسیږي، ځکه دا ځل نړیوال مرسته کوونکي د مرستو زمان هم څلور کاله نه ټاکي، بلکې دا مرستې به د ډېر کم وخت لپاره کیږي او که چیرته د افغانستان په وضعیت کې د پام وړ تغییر را نه شي، نو پر مرستو به له سره کتنه کیږي او د فشار د آلې په توګه به ورسره برخورد کیږي، ترڅو افغان لوري د خپل هیواد د برخلیک د معلومولو لپاره یوه حل لاره ولټوي.

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق