خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د جنیوا کنفراس او د نړۍ مالي ملاتړ ته د افغانستان جدي اړتیا

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه په جنیوا کې کنفرانس جوړ شو. دغه کنفرانس به دوه ورځې دوام ومومي، یعنې نن سې شنبه به پای ته ورسیږي. په دې کنفرانس کې چې هر څلور کاله وروسته د افغانستان په اړه جوړیږي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مالي او سیاسي ملاتړ ژمنې تازه کیږي. افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې له دغه طریقه د مرسته کوونکو هیوادونو میلیاردونه ډالره مرسته تر لاسه کړې، چې په تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان کې د دولت جوړونې، ملت جوړونې، رغونې او بیا رغونې باندې لګول شوي دي.

له څه کم شل کلونو وروسته د نړیوالو ټولنې د مرستو د راجلبولو لپاره بیا د جنیوا کنفرانس رابلل شوی دی او افغان لوری هڅه کوي چې د افغانستان د سولې او جنګ د حساس وضعیت په توضیح کولو سره بیا هم له نړیوالو غواړي چې هغه افغانستان ته چې افغانان او نړیوال مرسته کوونکي یې غواړي، لا هم لاره پاتې ده او د تر لاسه کولو لپاره یې د نړیوالو مرستو دوام حیاتي دی، ځکه افغانستان که له یوې خوا د ملت جوړونې او دولت جوړونې، ښځو حقونو، بیان ازادۍ او دیموکراسۍ تمرین کوي؛ له بلې خوا د سخت دریځو او افراطیونو له شدید او دوامدار جنګ سره مخ دی چې ريښې یې په ګاونډیو هیوادونو کې دي او د سولې پروسې له عملي پیل سره هم په جګړه کې کمښت نه دی راغلی، بلکې برعکس د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د خبرو له اعلان سره د جګړې ښکیلو غاړو د وخت کشۍ سیاست غوره کړی او د بریدونو په شدیدلو سره یې د افغانانو اندېښنې زیاتې کړي دي.

له همدې امله نړیوال باید د افغانستان روان وضعیت سم درک کړي او د سولې او جګړې په دې حساس پړاو کې افغانان یوازې پرې نه ږدي، بلکې په مالي او سیاسي ملاتړه سره افغان حکومت او د طالبانو ډله د سولې خبرو ته وهڅوي، ترڅو افغانستان عملاً د سولې او ثبات څښتن شي. اما که چیرته نړیواله ټولنه او مرسته کوونکي هیوادونه بې غوري وکړي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو ترڅنګ مالي او سیاسي ملاتړ هم کم کړي، ښکاره ده چې د افغانستان د سولې موجود فرصت د جګړې په نوي هغه بدلیږي او افغانستان د جګړو نوي فصل ته داخلیږي، چې په دې حالت کې به هیڅ لوري هم ګټه نه وي کړي، بلکې ټول به ناکام او بدنام وي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق