د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او هغه ته نږدې یو شمیر کسان د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه جوړوي. نیویارک ټایمز په خپله یوه لیکنه کې وايي، سره له دې چې په قطر کې د سولې په مذاکراتو کې یو لړ پرمختګونه رامنځ ته شوي، خو ولسمشر غني لاهم له دې پرمختګ انکار کوي او پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.
یاده نشریه زیاتوي، که څه هم د سولې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی بنبست د روانې میاشتې په لومړیو کې مات شوی، خو حکومت بیاهم له دې پرمختګ انکار کاوه، هغه موضوع چې بالاخره طالبان یې اړ کړل، څو په دې اړه وضاحت ورکړي. یاده رسنۍ وایي، ښایي اشرف غني غواړي دغه پروسه ترهغو وځنډوي، څو په امریکا کې واک له اوسني ولسمشر ډونالډ ترمپ څخه منتخب ولسمشر جوبایډن ته ولیږدول شي.
دا لومړی وار نه دی چې ارګ او په ځانګړې توګه ولسمشر او هغه ته نږدې کسان د سولې پر وړاندې د خنډ په جوړولو تورن شوي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو کورنیو او بهرنیو لوریو افغان حکومت د سولې ضړد کړنو باندې تورن کړی و، خو ارګ دغه تورونه تل رد کړي دي.