ځینو روهېنګیا کډوالو خبري رسنیو ته ویلي چې په زوره د بیسن چار ټاپو ته لېږدول کېږي، خو د بنګله دېش حکومت وايي چې کډوال په خپله خوښه دې ټاپو ته ځي. په بنګله دېش کې چارواکو یوه لری پراته ټاپو بیسن چار ته د روهېنګیا کډوالو د لېږدولو چاره د کډوالو د خوندیتوب او خوښې په اړه له اندېښنو سره سره پیل کړې ده.
رویټیرز راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ (د ډسمبر څلورمه) ۱۶۰۰ کډوال بنګال کې دغه ټاپو ته ولېږدول شول. بنګله دېش وايي، ټول کډوال د دوی په خوښه بیسن چار ټاپو ته لېږدول شوي، خو روهېنګیا کډوالو د اکتوبر په میاشت کې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو چې نه غواړي بیسن چار ټاپو ته ولېږدول شي.
بله خوا د بشري حقونو ډلو اندېښنه څرګنده کړې چې ټاپو ته لېږدول شوي ډېری کډوال د هغوی د خوښې پرخلاف لېږدول شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان په دې لړ کې له ۱۲ هغو کورنیو سره خبرې کړي چې د لېږدولو لپاره یې نومونه په لست کې شامل دي، خو دغو کورنیو ویلي چې نه غواړي ټاپو ته ولېږدول شي.
د بنګله دېش چارواکو په تېرو دریو کلونو کې د بیسن چار په ټاپو کې د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت ودانۍ جوړې کړې چې څه باندې سل زره روهېنګیا کډوال په کې ځای پرځای کړي.