وروسته له هغه چې طالبانو د ترکیې په ګډون د افغانستان په هکله له ټولو نړیوالو ناستو سره پرېکون اعلان کړ، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې طالبان باید له افغانانو سره خبرو ته ادامه ورکړي او که دا کار ونه کړي، نو له کلک غبرګون سره به مخ شي.
نوموړي د شنبې په ورځ کابل کې خبري ناستې ته په خبرو کې خبرداری ورکړی چې که طالبان د سولې له خبرو سره پرېکون اعلان کړي، د افغانستان د خلکو او د نړیوالو له توند غبرګون سره به مخ شي.
ګلبدین حکمتیار د نوې ادارې پر راتګ او د افغانستان د اوسنيو چارواکو پر بدلون هم ټینګار لري او وايي، چې امنیتی ځواکونه باید وساتل شي، خو د حکومت په رهبرۍ کې تغییر راشي. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون باید وساتل شي.
حکمتیار وویل چې د افغانستان د مخکیني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د مهال اشتباه باید تکرار نه شي او اجازه ور نه کړل شي چې افغانستان یو ځل بیا د بې نظامۍ تجربه وکړي. هغه وویل چې د سولې د تامین لپاره دې یو لنډمهالی حکومت جوړ شي، ترڅو روانو ستونزو ته د حل لار وموندل شي.
نوموړي ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ راتلل ستونزه پیچلې کوي، خو زیاتوي چې لا هم د امریکایانو په پرېکړه باندې باور نه لري.
تر دې وړواندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان حکومت او وسلهوالو طالبانو ته د سولې په تړاو خپله طرحه کې هم د ولسمشر اشرف غني پر استعفا، د یوې جګپوړې دولتي شورا جوړېدل او د نظام او اړینو بنسټونو پر ساتلو ټینګار کړی دی.
له بل لوري طالبانو د ولسمشر غني له هغه وړاندیز سره چې یاده ډله یې په ټاکنو کې برخه اخیستو ته هڅولي وه، کلک مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې په داسې یوه پروسه کې به کله هم ګډون ونه کړي، چې د شاوخوا څلویښت میلیونه افغانانو له ډلې څخه یوازې یومیلیون کسان برخه واخلي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم له دویچه ویله ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې بهرنیان لاسوهنه کوي او افغانان له ټاکنو څخه بیزاره دي، نو ځکه له داسې بهیر سره نه یوځای کیږي چې د دوی په وینا د اوسنیو چارواکو د قدرت د بقا یوه هڅه وي.