خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

نړیواله ټولنه، امریکا او ناټو دې افغانانو ته قناعت ورکړي!

وروسته له هغه چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه، تازه د تېرې شل کلنې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه شمیرې خپرې شوې.

د کاسټ آف ور بنسټ ویلي چې په تېرو دوه لسیزو کې څلور سوه سوه او ۴۲زره افغانان وژل شوي دي. دغه بنسټ ویلي: «چې په تیرو دوو لسیزو کې ۲۴۱۰۰۰ کسان په مستقم ډول د دې جګړې له امله وژل شوي، چې لږ تر لږه یو اویا زره ۳۴۴ تنه یې ملکي وګړي دي. د دې راپور پراساس، د افغان جګړې پرمهال۲۴۴۲ امریکايي سرتیري، ۷۸۳۱۴ افغان امنیتي ځواکونه او ۸۴۱۹۱ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.‌» پورته ارقام چې جمع شي شاوخوا څلور نیم لکو وګړو ته رسیږي چې په تېرو شلو کلونو کې وژل شوي او چې تر ۹۹ سلنه زیاته مرګ ژوبله د افغانانو ده. که د جګړې په دې لوري کې وژل شوی او که د طالبانو طرف ته وژل شوي، افغانان دي. یوازې د جګړې د دې لوري قربانیان هم که حساب شي ټکان ورکوونکي دي.

یاده مرګ ژوبله عادي قرباني نه ده. دا مرګ ژوبله د یوې تپل شوې او بې معنا جګړې له امله رامنځته شوې ده، چې تر ډېره یې مسوولیت بهرنیانو او خاصتاً امریکایانو ته اوړي. بهرنیانو دلته جګړه له ترهګرۍ سره د مقابلې او مبارزې تر نامه لاندې پیل کړه چې د زمان په تېریدو یې بڼه بدله او ترې د افغان وژنې جګړه جوړه شوه او د دولت او طالب تر نامه لاندې په کې سلګونه زره افغانانو ووژل شول او میلیونونه نور بې کوره او ټپیان شول. دا ترهګرې تر نامه لاندې د پيل کړې کرغیړنې جګړې نتیجه وه چې افغانانو تر لاسه کړه.

اما د یادو قربانیو په ورکړې سره بیا هم نه افغانستان امن شو، نه هم د خلکو په ژوند کې کوم تغییر راغی او دا دی اوس امریکا او ناټو خپل پوځونه له مشورې او ارزونې پرته له افغانستانه وباسي. لکه څنګه یې چې دلته د جګړې د پیلولو په خاطر له افغانانو مشوره نه وه اخیستې، د پای ته رسولو په برخه کې یې هم هغه کار وکړ چې زړه یې غوښته.

اوس پوښتنه دا ده چې دا شل کاله جګړه له چا سره وه؟ له افغان سره وه که له ترهګرۍ سره؟ څوک په کې ډېر ووژل شول؟ ایا اوس ترهګري پای ته ورسیده، بیا نو جګړه څوک کوي؟ افغانان حساب غواړي او امریکا او نړیوال باید حساب ورکړي؟ دا دومره وحشت، مرګ ژوبله او ډول ډول وحشتونه د کوم ترهګر د ماتولو او ځپلو لپاره ترسره شول؟

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق