دوحه کې د افغان د حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاویو ترمنځ ناستې ترسره شوي دي. په دغې ناستو کې د افغانستان پر اساسي قانون باندې بحثونه شوي دي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، چې د دواړو خواوو د توافق پر اساس نهشي کولی چې د میز د سر پرېکړې رسنیزې کړي.
خو د افغان دولت مذاکراتي پلاوي غړی وايي چې د دوی او طالبانو د مذاکراتي تیمونو ترمنځ ناستې پیل شوي دي او د افغان دولت د هیات هڅه دا ده چې دغه ناستې د دایمي سولې د ټینګښت سبب شي.
د افغانستان د مذاکراتي تیم غړې ناجیې انوري ویلي: «د تماس ډلو ترمنځ ناستې ادامه لري. په همدې ډول هیاتونو ناستې روانې دي. د افغانستان د دولت د مذاکراتي ټیم هڅه دا ده چې دغه بهیر یوه مطلوبه نتیجه ولري او په افغانستان کې د سرتاسري سولې د تامین سبب شي.»
دا ناستې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هیواد کې جګړو زور اخیستی او د سولې خبرو کې هیڅ ډول پرمختګ نه لیدل کیږي.