خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

عمر شینواری: سپین‌بولدک کې طالبانو ۴۰۰ کسان له کورونو بیولي او سل ملکیان یې وژلي

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری وايي چې طالبانو د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۴۰۰ ملکیان له خپلو کورونو بیولي او ۱۰۰ کسه یې په ډزو وژلي دي. جنرال شینواري د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) خبریالانو ته وویل د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد له لویې څارنوالۍ سره په ګډه دا قضیه څیړي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ په یو بیان کې د کندهار په سپين‌بولدک ولسوالۍ کې د لسګونو افغانانو وژل “نړیوال جرم، نسل وژنه او جنګي جنایت” بللی او په اړه یې د جدي ارزونو خبر ورکړی دی. په بیان کې راغلي: «د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ امنیتي او کشفي بنسټونو ته هدایت ورکړی چې له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست په همغږۍ دا پېښه د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې په هراړخیزه توګه بررسي کړي او خپلې موندنې د تحقیق، عدلي تعقیب او د مرتکبینو د مجازاتو لپاره له دې ادارې سره شریکې کړي.»

خو طالبانو د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې له کورونو څخه د سلګونو کسانو ایستل او له دې شمېرې د ځينو وژل یې اوازې بللي او رد کړي یې دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضولو قضیو په ځانګړې توګه د مدني ټولنې او رسنیو د فعالینو د هدفي وژنو، په ښوونیزو بنسټونو او مذهبي او قومي اقلیتونو باندې د بریدونو په څیړلو ټینګار کړی دی. امریکا غږ لیکي چې دغه کمېسیون ویلي، یادې قضیې باید د “ملګرو ملتونو د متخصصې او خپلواکې تحقیقي ډلې” له خوا وڅیړل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه هېواد کې د بشر ضد جنایتونو او سرغړونو د څیړلو لپاره د بشري حقونو د شورا د غونډې رابللو او افغانستان ته د ملګرو ملتونو د حقیقت موندونکي پلاوي د استولو غوښتنه کړې ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق