په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن په افغانستان کې د روانو جګړو له امله د ملکي مرګ ژوبلې پر ډېرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې افغانستان هره ورځ له جګړې، ویرانۍ او مرګ ژوبلې سره مخ دی، خو د خیر ښېګڼې هڅو په پایله کې ممکنه ده، چې دغه وضعیت ته د مذاکراتو پر میز د پای ټکی کېښودل شي.
نوموړي یو ځل بیا طالبان ملامت کړي دي چې په وینا د سولې جدي مذاکراتو ته غاړه نه ږدي. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې د سولې په مانا دارو خبرو کې د طالبانو نه ښکېلتیا، د ملکي وګړو پر وړاندې د هغوی بې تفاوتي ښيي. د یادونې ده چې نن ملګرو ملتونو د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور کې ویلي وو چې د تېر کال په پرتله ملکي مرګ ژوبله ۴۷سلنه لوړه شوې ده.