خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

خبریالانو نړیوال فدراسیون: د طالبانو نظام کې د ۱۳۵ رسنیو فعالیتونه بند شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د رسنیو د فعالیتونو په وړاندې د محدودیتونو او افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته د خبریالانو په وړاندې ګواښونه زیات شوي دي.

امریکا غږ وایې، دغه فدراسیون ویلي چې په څه باندې یوه میاشت کې د ۱۳۵ رسنیزو بنسټونو فعالیتونه بند شوي دي. دغه نړیوال بنسټ زیاته کړې اوس مهال په دغه هیواد کې په رسنیو کې د ښځو لپاره کار کول محدود شوی او نسبت تیر ته د افغان خبریالانو په وړاندې ګواښونه هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دي.

دغه فدراسیون همدارنګه په دغه هیواد کې د «رسنیو په کورنیو د طالبانو بریدونه» غندلي او په دغه هیواد کې د خبریالانو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نۍ) معلومات ښيي چې په وروستیو اونیو کې څه باندې ۱۳۵ رسنیو په دغه هیواد کې له فعالیت څخه لوېدلي او د دغه رسنیو د خپرونو په بندېدو سره لسګونه کسان بېکاره شوي دي.

د دغه بنسټ مسؤل نصیر احمد نوري نن شنبه سپټمبر ۱۸ (وږې ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د دوی د څېړنو له مخې په وروستیو ورځو کې په ننګرهار ولایت کې زیاتو رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د خبریالانو په وړاندې د امنیتي ګواښونو زیاتېدو ترڅنګ، اقتصادي ستونزې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د رسنیو د بندېدو لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه: “د رسنیو لپاره د کار بازار ډير محدود شوی دی.نن ورځ رسنۍ نسبت تیر ته نشي کولای له بازار څخه اعلانونه تر لاسه کړي کومو پروژې چې مخکې کار کوئ او د هغه په خپرولو سره یې پیسې لاسته راوړلې، نن ورځ بدبختانه دغه بازار نسته.”

پر همدې مهال د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، کومو رسنیو چې په کابل او ولایتونو کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړی دی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هغوی هم د خپلو خپرونو وخت محدود کړی دی.

د دغه بنسټ رئیس احمد قریشي امریکا غږ ته وویل: “زموږ د معلوماتو په اساس شااوخوا ۸۰ رسنیو فعالیت بند کړی دی او یا داچې په وقفه يي ډول فعالیت کوي، له دوی څخه ځینې په ورځ کې یو ساعت خپرونې لري.”

هغه زیاته کړه چې د دغه رسنیو اکثره مشران د امنیتي ګواښونو او پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له هیواد څخه بهر وتلي دي او یا یې خپل موقعیت تغیر کړی دی.

د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي، په تیره یوه میاشت کې په کابل او نورو ولایتونو کې د خبریالانو په وړاندې ګواښونه زیات شوي دي او په خبره یې یو شمېر یې د طالبانو لخوا بندیان شوي دي.

د نی معلومات ښيي چې په دغه وخت کې څه باندې ۱۵ خبریالان د طالبانو لخوا نیول شوي او وهل ډبول شوي دي.تر دې مخکې طالبانو د خبریالانو وهل ټکول رد کړي و.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) وايي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله ګڼو خبریالانو چې ښځينه خبریالانې هم پکې شاملې دي دندې پريښي دي.

ښاغلي نوري وویل چې اوس مهال خبریالان په ازاد ډول نشي کولای معلومات را ټول کړي چې له امله یې خبریالانو له ستونزو سره مخ شوي دي.

پر همدې مهال د بشري حقونو او رسنیو بنسټ خبرداری وکړی چې د «معلوماتو تر لاسه کولو برخه کې ستونزې» به په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو بندېدو لامل شي.

دغه بنسټ په خپلې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو لخوا د رسنیو د فعالیت په برخه کې د یو تګلارې نه شتون خبریالان له ستونزو سره مخ کړي په دې وروستیو کې یو شمېر خبریالان په کابل کې وهل ټکول شوي دي.

د بشري حقونو او رسنیو بنسټ له طالبانو څخه غوښتي: “موږ د طالبانو فرهنګي کمیسیون څخه غواړو چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی بند کړي او د اطلاعاتو تر لاسه کولو برخې ته زیاته پاملرنه وکړي تر څو خبریالان او رسنۍ زیات فعالیت وکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې طالبانو په ننګرهار ولایت کې ۱۲ خبریالان چې پنځه تنه یې پاکستانیان او درې تنه یې جرمنیان و نیولي و.

هغوی د امریکا غږ دري څانګې ته ویلي و چې دوی د طالبانو له اجازه پرته د عکس او ویډیو اخیستلو پرمهال نیول شوي دي.

پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته لسګونه خبریالان هڅه کوي چې له افغانستان څخه ووځي او یو شمېر نور له افغانستان څخه په وتلو بریالي شوي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق