خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

ایران ترمځکي لاندي یوې هوايي اډې څخه پرده پورته کړه

داسي ښکاري چي ایران دي د خپل پوځي ځواک د ښودلو په هڅه کي وي. دغه هيواد ترمځکي لاندي یوې هوايي اډې تصویرونه خپاره کړي دي. ایران ویلي دي چي د امریکا متحده ایالاتو له خوا د احتمالي بریدونو په وړاندي مجهز دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په زیرزمیني کي د یوې پوځي اډې تصویرونه خپاره کړي دي. لکه څنگه چي د ایران دولتي خبري آژانس «ایرنا» رپوټ ورکړی دی، جنگي جت، بم غورځوونکي او بې پیلوټه الوتکي کولای سي له دغي اډې څخه ناڅاپي بریدونه ترسره کړي.

د دغي رسنۍ په حواله دا ترمځکی لاندي د پوځ د هوايي ځواکونو له هغو څو تاکتیکي اډو څخه یوه ده چي په تیرو کلونو کي د دغه هیواد په څو سیمو کي جوړي سوي دي.

ترمځکي لاندي دغي اډې دقیق ځای نه دی په گوته سوی. د نوموړي رپوټ له مخي، د »عقاب«هوايي اډه په سلو متره ژوره ترغرونو لاندي ده. د دغه رپوټ په حواله دغه اډه کولای سي د امریکا متحده ایالاتو د بریدونو په وړاندي مقاومت وکړي.

د انقلاب د کالیزي په درشل کي اعلان

دغه خبر د «ایران د هوايي ځواک د ورځي» او د ایران د انقلاب له ۴۴ می کالیزي مخکی خپور سوی دی. ایران د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کي په اول وار د دغه هیواد په لوېدیځ د زاگرس په غرونو کي د بې پیلوټه الوتکو د یوې اډې تصویرونه خپاره کړل.

مخکي له دې په تیرو کلونو کي د ایران په دولتي تلویزیون کي د تر مځکي لاندي بې پیلوټه الوتکو او د سپاه پاسداران د راکټونو د یوې ذخیرې په هکله رپوټونه ورکول سوی وو.

د ایران دغه هلي ځلي ښايي د پوځي قدرت ښودلو له پاره وي. تهران د خپلي اټومي برنامې پراخیدو ته ادامه ورکوي او د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون له شرایطو څخه چي امریکا متحده ایالات ورڅخه په ۲۰۱۸م کال کي ووتل، تل سرغړونه کوي. په عین حال کي د ایران اسلامي جمهوریت ټینگار کوي چي هدف یې د اټومي بم جوړول نه دي.

په دا وروستیو کي په تیره بیا د ایران د بې پیلوټه الوتکو برنامه د رسنیو سرخط گرځیدلې ده. لوېدیځ پر ایران تور لگوي چي روسیې ته بې پیلوټه جنگي الوتکي استوي او روسیه له دغو الوتکو څخه په گټی اخیستنی سره، غیرنظامي زیربناوي، د استوگني ځایونه او روغتونونه د بریدونو هدف گرځوي.

ایران تر ډېره ځایه د میگ او سوخوی په نامه د پخواني شوروي وخت تجهیزات او ځیني چینايي الوتکي په اختیار کي لري. د ایران د الوتکو انتقالوونکي هم د اف ۴ او امریکايي اف ۵ په ډله کي راځي چي قدامت یې د ایران د انقلاب مخکي وخت ته رسیږي. زیاتره وخت د دغه هیواد نظامي تاسیسات پټ ساتل کیږي.

منبع: دویچه‌وله

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق