د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هڅې یې پیل کړي، څو په سوډان کې په جگړه کې بند پاتې یو شمېر افغانان له دغه هېواده را وباسي. د نړۍ یو شمېر هېوادونو له سوډان څخه د خپلو اتباعو په ايستلو پیل کړی دی.د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ويلي چې د سوډان په جګړه کې یو شمېر افغانان هم بند پاتې دي.
نوموړي تېر ماښام په خوست کې د ځوانانو یوې راټولیدنې ته په وینا کې ویلي چې په دې اړه یې هلې ځلې پيل کړي دي چې څنګه د سوډان په جګړه کې بند افغانان راوباسي.
هغه وويل: «نن زما ورځ په دې تېره شوه، چې زموږ ۱۲۰ تنه افغانان، چې د سوډان په جنګ کې ګیر دي، په خوندي ډول راوباسو.»
امیرخان متقي دغه راز زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې یې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو د خوندیتوب لپاره هڅې کړي دي او په وینا یې په دې لړ کې یې د پاکستان، ایران، ترکیې او سعودي عربستانو له زندانونو څخه سلګونه افغانان ازاد کړي او افغانستان ته یې انتقال کړي دي.
له سوډانه د بهرنیو وګړو تخلیه پیل شوې ده او د نړۍ سترو هېوادونو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
تېره ورځ یکشنبه امریکا او فرانسې اعلان وکړ، چې د سوډان له پلازمینې خرطوم څخه، چې دا ښار دا مهال د سختو جګړو شاهد دی، خپل اتباع تخلیه کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي، چې امریکایي چورلکې د خرطوم هوایي ډګر ته ورغلي، څو د امریکا سفارت کارکوونکي تخلیه کړي.
یو شمېر نور هېوادونه هم په دې هڅه کې دي، چې له خرطوم څخه خپل اتباع راوباسي.