د امریکا متحده ایالاتو په حواله په افغانستان کې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د برید طراح وژلی دی. په دې برید کې د امریکایي سرتیرو په ګډون ګڼ شمیر افغانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاند، جان کیربي د سه شنبه په ورځ د کابل د هوايي ډګر په يوه دروازه کې هغه بریدګر ته په اشارې سره چې د خلکو په منځ کې یې بمي چاودنه کړې وه، وویل: «هغه د داعش یو مهم جنګيالی وو، چې د ابي دروازې په څیر د عملیاتو په مستقیمو پلانولو کې سهیم وو او اوس نور نه سي کولای چې بریدونه پلان او یا هم عملي کړي.»
د داعش د افغانستان څانګه د خراسان اسلامي دولت یا داعش خراسان په نوم مشهوره ده چې د سيمې یو تاریخي نوم دی. دا ډله د طالبانو دښمنه ډله بلل کیږي.
نوموړی برید د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۲۶ مه نیټه هغه وخت ترسره سو کله چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو لږ وروسته د امریکايي ځواکونو د تخلیې د پروگرام پر وخت ګډووډي حاکمه وه. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتیرو او بې شمیره ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
- سرچینه: دویچهوله