خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو لامل څه دی؟

د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت په دې وروستیو ورځو کې د پام وړ کم شوی چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د اسعارو په بازار کې یو ډالر په ۷۳ افغانیو تبادله شوی. دليل يې څه دی؟په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او په دغه هېواد کې د له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان اسعار د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو.

سیاسي بې ثباتي، بانکي محدودیتونه او افغانستان ته د ډالرو د کم واریدیو له امله د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو لاملونه بلل کېدل، خو په وروستیو ورځو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.

د کابل د اسعارو بازار د نرخ ليست ښيي چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت پر ټیټېدو دی، چې له امله یې د یو ډالر ارزښت له ۸۶ افغانیو څخه ۷۳ افغانیو ته راټیټ شوی دی.

د افغانستان د اقتصادي چارو شنونکی انورشاه یوسفي په دې باور دی چې د طالبانو له خوا له افغانستانه د ډالرود قاچاق مخه نیول، په بازار کې د مرکزي بانک له خوا د افغانیو محدودیت او په افغانستان کې د مرکزي بانک د پولي سیاستونو دوام د دې لامل شوی دی.

د اقتصادي چارو یو شمېر نور کارپوهان د طالبانو د حکومت له خوا د کانونو د استخراج د تړونونو لاسلیکېدل او په کورنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو د استعمال مخنیوی د افغانیو د ارزښت د لوړېدو د نورو لاملونو په توګه یادوي.

د اقتصادي چارو کارپوه، شیرباز کمین زاده دویچه ویله ته وویل: «یو مهم لامل دا دی چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د پاکستانۍ کلدارۍ په ګډون د بهرنیو اسعارو د تګ راتګ مخه ونیول شوه او تل د طالبانو له خوا هڅې روانې وې.« د افغانیو د ارزښت ساتل او یو بل لامل »د طالبانو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د کانونو د څو قراردادونو پلي کېدو په افغانستان کې د ډالر پر ارزښت منفي اغېز کړی دی.«

په بازارونو کې د توکو بیې مخ پر لوړېدو دي

دا په داسې حال کې ده چې عام وګړي وايي چې د ډالرو د بیې له راټیټیدو سره هم د تیلو او اومو موادو بیې نه یوازې راټیټې شوي نه دي، بلکې لوړې شوې دي.

ښکاره ده، کله چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېږي، په بازار کې د توکو بیه لوړېږي او سوداګر استدلال کوي، چې دوی خپل اجناس په ډالرو پېري.

د هرات اوسېدونکی فریدون وايي: »ما تمه درلوده چې د ډالرو د بیې په راټیټېدو سره به د وريجو، اوړو او پټرول بیې هم راټيټې شي، خو برعکس د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.« د بېلګې په توګه، ما یوه بوجۍ وريجې په ۲۵۰۰ افغانۍ اخیستې، خو پرون مې هماغه وريجې په ۲۷۰۰ افغانۍ اخیستې.

هغه زیاتوي: «طالبان پر بازار کنټرول نه لري، په تېرو لسو ورځو کې د هرات په بازار کې د پټرولو بيه له ٦٤ افغانيو څخه ٧٤ افغانيو ته لوړه شوې ده.»

د کابل د سوداګرۍ خونې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، چې د ډالر بیه د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو پر بیو کوم اغېز نه لري.

دغه سرچینه وايي، د نرخونو نوی نوملړ چې د کابل ښاروالۍ له خوا د سوداګرۍ خونې ته استول شوی، ښيي چې د خوراکي توکو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان ولس له طالبانو غوښتي چې د خلکو اقتصادي وضعیت او د ډالرو د بیې راټیټیدو ته په کتو د خوراکي توکو بیې راټیټي کړي.

د تیر نظام تر راپرځیدو او قدرت ته د طالبانو تر رسیدو وروسته افغانان له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. وچکالي، د دولتي ادارو غیر فعاله کیدل، د پيسو نه شتون او د افغانستان د مالي سرچینو بندیدل، ټول هغه مسایل دي چي د افغانانو مصیبتونه يې لا پسي ور زیات کړي دي.

سرچینه: دویچه وله

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق