خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

انوار الحق کاکړ پاکستان کې د اورپکۍ مخنیوي لپاره د افغان طالبانو همکاري وغوښته

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په خپل هېواد کې د بهرنۍ ترهګرۍ پرضد د پرېکنده ګامونو اخیستو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان خپل هېواد ته د ترهګرۍ د شته ګواښ په تړاو اندېښه وښوده او وویل له بهره د هڅول شوې ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره یې هېواد اړین ګامونه پورته کړي.

هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې دا هم وویل چې پاکستان کې د اورپکو د بریدونو مخنیوي لپاره افغانستان کې د طالبانو حکومت د همکارۍ غوښتونکی هم دی.‌

ښاغلی کاکړ وايي، افغانستان کې د ننه او بهر ته د صادرېدونکې ترهګرۍ مخنیوی او ورسره مبارزه د پاکستان د سر لومړیتوب دی.‌

په وینا یې پاکستان ټول هغه بریدونه غندي چې پاکستان کې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو تحریک،‌ “اسلامي دولت” نومې (داعش) یا نورو ډلو له لوري ددغه هېواد پر ضد پلانېږي.

دا هغه تورونه دي چې طالب چارواکو بیا بیا رد کړي او وايي‌ پاکستاني طالبان په دغه هېواد کې پراخې سیمې پخپله ولکه کې لري او خپل فعالیتونه په هغه هېواد کې د ننه سمبالوي.

انوار الحق کاکړ پخپلو څرګندونو کې افغانستان کې د نجونو پر زدکړو او له دغه هېواد سره پر بشري مرستو تم شو. نوموړي وویل، له بشري اړخه ددغه هېواد د لاسنیوي ملاتړ کوي.

د پاکستان لومړی وزیر وايي، دوی او نړیوال د افغانستان په تړاو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په اړه ګډې اندېښنې لري.

نوموړي زیاته کړه له بې وزلو سره د مرستې د دوام چې پکې ښځې او نجونې ډېرې زیانګالې دي، ملاتړ کوي او همدا راز د دغه هېواد د اقتصاد بیارغونې او له منځنۍ اسیا سره یې د تړل کېدو په حق کې دی.‌

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې دې اداره کې د جنسي تبعیض یا توپیري چلن سره د مبارزې تر سرلیک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د څرنګوالي په تړاو یوه ځانګړې ناسته جوړه شوې وه.

غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانسان د استازۍ له لوري د مالتا، سوېلي افریقا، د دومینیکن جمهوریت له استازیو او سولې او امنیت او له ښځو سره د جورج ټاون بنسټ سره په همغږۍ کې سمبال شوې وه.

په دې ناسته کې د پخواني افغان حکومت استازی نصیر احمد فایق،‌ د امریکا لپاره د پخواني افغان حکومت سفیره عادله راز،‌ افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی پلټونکی ریچارډ بینیټ او د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له ویناوالو وو.

ښاغلي فایق پخپله وینا کې وویل، له ټولنې د ښځو د سیستماتیک لیرې کېدو او افغانستان کې د لومړنیو بشري حقونو د تروړل کېدو لپاره په ژوره توګه اندېښمن دی.

ښاغلي فایق د ښځو په تړاو د طالبانو کړنې له جنسیتي اپارټایډ سره ورته وبللې.

د غونډې بلې ویناوالې عادله راز بیا افغانستان کې له ښځو سره کېدونکی چلن داسې یو کړکېچ وباله چې په وینا یې د نړیوالو پر وجدان سخت دروندوالی کوي.

خو د ملګرو ملتونو ځانګړی پلټونکی ریچارډ بینیټ بیا پر دې باور و چې په کور د ننه د افغان ښځو د ستونزې لپاره د حل لارې موندل ښايي ناشوني وي.

نوموړی وايي “نن افغانستان کې داسې کسان په واک کې دي‌ چې په لوی لاس یې د ښځو او نجونو د حقونو د تروړلو تګلاره جوړه کړې ده. په کور د ننه د حل لارو موندل ناشوني برېښي نو په نړیواله کچه احتساب یا ځواب غوښتنه ښايي یوازېنۍ وسیله وي چې افغان ښځې او نجونې په واقع بینانه ډول عدالت ته ورسېږي.

طالبانو لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

په افغانستان کې له تېرو دوو کلونو راهیسې کله چې طالبان واکمن شوي، د نجونو منځنۍ او د لېسې دورې ښوونځي تړلي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق