خبرهای مرتبط

جمع

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

حماس غورځنګ د اوربند وړاندیز منلی خو اسراييل مخالفت کوي

حماس غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غزه...

عباس ستانکزی: سیاسي توپیرونه باید د بشري مرستو خنډ نه شي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اتونباییفا د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي سره لیدلي دي.

دغه ناسته نن چارشنبه د اکتوبر په ۴مه شوې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د خواله رسنۍ پر اېکس پاڼه د دغې کتنې جزیات خپاره کړي.

نوموړي لیکلي، د دواړو خواو تر منځ د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې، د خصوصي سوداګریز او بانکي سکتور د احیا د لارو چارو تر څنګ پر سیمه ییزې همغږۍ هم خبرې شوې دي.

ښاغلي‌ تکل ویلي، نوموړې دې برخه کې افغانستان سره د نړیوالو مرستو د راجلبولو ډاډ ورکړی دی.

هغه د آغلې روزا اتونباییفا له قوله لیکلي:”هڅه کوي چې د غذايي امنیت تر څنګ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، د معتادینو د درملنې او مشروع کښتونو د تروېج برخه کې د نړیوالو مرستې راجلب کړي.”

حافظ ضیا احمد تکل د ښاغلي ستانکزي له خولې هم لیکلي، چې ناسته کې یې افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې ویلي چې سیاسي توپیرونه باید د بشري مرستو خنډ نه شي او په خبره یې”بشري چارې باید له سیاسته جلا وساتل شي”

نوموړي دې ناسته کې په غیر مستقیم ډول طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د ورسپارل کېدو غوښتنه هم کړې او په وینا یې:”ځینو برخو کې باید د نظر له توپیرونو سربېره د دې اړتیا ده چې په تفاقي موضوعاتو ګډو کار وشي او افغانستان ته د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو فورمونو کې د ګډون حق ورکړل شي.”

د طالبانو حکومت داسې حال کې پر بشري مرستو ټینګار کوي چې، دغه هېواد سره نړیوالې بشري مرستې راکمې شوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې بشري وضعیت د نړیوالو اندېښنه راپورته کړې او دا اندېښنې پر ښځو د ځپونکو بندیزونو وروسته څو برابره زیاتې شوې.

د خوړو نړیوالو پروګرام (ډبیلو اېف پي) هم خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي فرصت له لاسه په وتو دی.

د یاد بنسټ د آسیا د برخې مشر جان ای لیف ویلي و، ډبلیو اېف پي د پيسو د کموالي له یوه بې ساري کړکېچ سره مخ دی، سخت ژمی را روان دی او پنځلس میلیونه اړو کسانو سره مرستې لپاره یو میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان مشرې سینډي مک‌کین د سپتمبر په ۱۸مه ویلي،‌ چې په افغانستان کې د خپل پروګرام دوام لپاره ان د را روانې اکتوبر میاشتې تر وروستیو کافي پیسې نه لري او که مرسته ور ونه رسېږي نو له افغانستانه به په بشپړ ډول وتلو ته اړ شي.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې تر ډېره د بهرنیو هېوادونو پر بشري مرستو پورې تړلی و چې په ۲۰۲۱ کال کې پر دغه هېواد د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ سره ډېرو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې بشري مرستې کمې یا بندې کړې دي.

سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق