خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

هرات بيا ځواکمنې زلزلې ولړزاوه

د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۵مه) د افغانستان لويديځ هرات یو ځل بیا د رېښتر ۶ اعشاریه ۳ درجې په قوت زلزلې ولړزاوه. د امریکا جیولوجيکل سروی وايي زلزله په هغه سیمه کې چې تېره اوونۍ وشوه او څو کلي ېې تخریب کړل، شوې ده.

د امریکا متحده ايالاتو جيولوجيکل سروې (USGS) وايي چې دغه زلزله د هرات ښار په ۳۳ کيلومترۍ کې د ګرینويچ پر وخت د سهار په ۳ بجې او ۳۶ دقیقې شوې ده. یاده امریکايي اداره وايي چې زلزلې دغه سیمه د ۵ اعشاریه ۵ درجې په قوت تر یو ټکان شل دقیقې وروسته ولړزوله.

د فرانسې خبري آژانس چې له کابله ېې حال ورکړی، د يکشنبې ورځې زلزلې د ځاني تلفاتو په هکله ېې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په ۷مه هم هرات د رېښتر ۶ اعشاريه ۳ درجې په قوت زلزلې او څو نور پر له پسې ټکانونه ولړزاوه. ملګري ملتونه وايي یادې زلزلې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۶ کلي په بشپړه توګه تخریب او له ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه کړي دي.

ملګري ملتونه همدارنګه وايي چې په دغه پېښه کې په سلونو کسان ټپیان شوي هم دي. د ملګرو ملتونو سازمان یونسیف ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې په وژل شوو کسانو کې ۹۰ سلنه ېې ښځې او ماشومان دي: «ښځې او ماشومان تر ډېره د کور کارونو او د ماشومانو د پالنې له پاره په کورونو کې وي په همدې دليل کله چې ساختمانونه نړيږي دوی تر ټولو ډېر په خطر کې وي.»

پر له پسې مرګونې وروستۍ زلزلې د سيمې په اوسیدونکو کې وېره خپره کړې ده. یوه ځايي اوسيدونکي، محمد نعيم، چې په زلزله کې ېې د خپلې مور په ګډون ۱۲ خپلوان له لاسه ورکړي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ دلته نور ژوند نه شو کولی. تاسو وګورئ زموږ د کورنۍ غړي دلته شهیدان شول. موږ به نو څنګه دلته ژوند وشو کړای.»

تر زلزلې وروسته د ويجاړو شوو کليو ژوندي پاتې اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی تر ټولو ډېر سرپناو ته اړتیا لري په داسې حال کې چې د ژمي موسم راروان او آن له اوسه د شپې له خوا هوا سړه شوې ده.

سرچینه: دویچه‌وله

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق