خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

پخواني امریکايي چارواکي: پاکستان دې د امریکا ویزو ته په تمه افغانانو ویستلو پرېکړه بېرته واخلي

دا مهال بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه زرګونه افغانان پاکستان کې د انتظار شپې تېروي، دوی د دې بهیر د چټکېدو لپاره یې څو ځلې لاریونونه هم کړې دي

یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو له پاکستانه غوښتني چې دهغو افغان کډوال له ویستلو دې ډډه وکړي چې د امریکا ویزې ته په انتظار دی. دوی یوه لیک کې د افغان کډوالو په زور وېستل یوه نا انساني کړنه بللې ده.

د امریکا پخوانیو چارواکو چې شمېر یې اتیاوو ته رسیږي یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او امریکا کې له پاکستاني سفیره غوښتي چې پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي.

د رویټرز خبرې اژانس د رپوټ له مخې دې د لیک لاسلیک کوونکو ډله کې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون پخوانی دریم لوړ پوړی چارواکی، افغانستان کې دامریکا درې سفیران او دوه متقاعده جنرالان هم شامل دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته لسګونه زره افغانان چې له امریکايي پوځيانو او ملکي ادارو سره یې کار کړی وو، امریکا ته ولیږدول شول، خو یو شمېر یې دریمو هېوادونو ته ولیږدول. دې ډله زرګونه کسان اوس پاکستان کې میشت دې او د امریکا ویزې ته په تمه دي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د روانې اکتوبر میاشتې پیل کې اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني سند نه لري، د همدې میاشتې تر پایه دې خپل هېواد ته ستانه شي او که داسې ونه شول نو دوی به په زور وېستل کیږي.

خو دغو پخوانیو لوړ پوړه امریکايي چارواکو په خپل لیک له ګاونډي هېواد سره داسي چلند يو غېر انساني عمل، د بنسټیزو بشري حقونو پرضد او د هغو نړیوالو تړونونو خلاف بللې چې پاکستان لاسلیک کړي دي.

له دې وړاندې د بشري حقونو فعالانو او ملاتړو بنسټونو هم د پاکستان د اپریکړه غندلې او غوښتنه یې کړې چې پاکستان باید پر دې پرېکړه له سره غور وکړي.

په دې افغان کډوالو کې چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو ویزو ته په پاکستان په انتظار دي خبریالان، ژباړونکي، د بشري حقونو فعالانو او د دولتي او نادولتي ادارو پخواني کارکوونکي او کورنۍ یې شاملې دي چې شمېر یې شاوخوا شل زره ښودل شوي او وايي د مخکنۍ دندې له امله یې ژوند افغانستان له خطر سره مخامخ دي.

د پخوانیو امریکايي چارواکو دې لیک کې دغه راز ویل شوي چې د کډوالو د وېستلو پرېکړه ښايي د پاکستان او امریکا پر اړیکو هم منفي اغیز وکړي او په نړۍ کې د پاکستان نوم ته هم زیان ورسوي.

دوې د کډوالو لپاره پر نړيوالو بنسټونو هم غږ کړې چې پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوالو لپاره نورو هېوادونو کې د کډوالۍ غوښتنلیکونو تصديق اسانتیاوې برابرې کړې او په بل هېواد کې د میشتولو د چارو مرکز پاکستان کې پرانیزي.

دوی له پاکستانه بهر وتلو تصدیق بهیر هم له فساده ډک بللی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې دا چاره اسانه کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق