خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

پاکستان کې څلور پولیس د کرکټ یو لوبغاړي څخه رشوت اخیستو په تور نیول شوي

په پاکستان کې چارواکي وایي د سیند په ایالت کې څلور پولیس پدې تور نیول شوي چې د دې هیواد د کرکټ یو مشهور لوبغاړي څخه یې رشوت اخیستی.

د کرکټ لوبغاړي شعیب مقصود چې د پاکستان لپاره یې ۲۹ یو ورځنۍ او ۲۶ د شلو شلو اورونو لوبې کړي، د X په ټولنیزې شبکې کې یې شکایت کړی چې د کراچۍ څخه ملتان ته روان و چې په لار کې ترې پولیسو رشوت واخیست.

د کرکټ دې لوبغاړي لیکلي، ” د سیند پولیس دومره مفسد دي چې تر ۵۰ کیلو مټرو واټن وروسته مو دروي، د پیسو غوښتنه کوي او یا درته ګواښ کوي چې د پولیسو مرکز ته به مو بوځي”.

مقصود لیکلي چې د ملتان ښار ته یوې شل اوریزې لوبې کې د ګډون لپاره روان و خو پولیسو وروسته تر هغه پریښود چې ۸ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت یې ورکړ.

د اکس په ټولنیزې شبکې کې د دې لوبغاړي تر شکایت کولو وروسته، د سیند پولیسو په یوې اعلامیې کې وویل ، هغه څلور پولیس یې موندلی چې پدې پیښې یې کې لاس درلود.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې پیښې له کبله د پولیسو ۲ چارواکو دندې د “غفلت” له کبله ځنډول شوي او قانوني کړنه پیل شوې.

سره لدې چې په ټول پاکستان کې د پخوا راهیسې په پولیسو د رشوت اخیستو او فساد تورونه دي خو د سیند په ایالت کې پولیس په ځانګړي توګه د رشوت اخیستو له کبله نومبدي دي.

په پاکستان کې د کرکټ لوبغاړو سره د مشهورو شخصیتونو په توګه چلند کیږي خو لوبغاړي ډیری وخت کوښښ کوي د خلکو په منځ کې خپله پیژندګلوي پټه وساتي.

د پاکستان کرکټ بورډ تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق