خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

امریکا: پاکستان زمونږ مهم پارټنر او متحد دی

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په دې ورځو کې د واشنګټن په سفر تللی دی. امریکا وایي چې پاکستان د ناټو متحد دی او له دغه هیواد سره د سیمه ایز امنیت او دفاعي همکارۍ په برخه کې د مشارکت تمه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت واشنګټن ته د پاکستان د پوځمشر جنرال عاصم منیر د دورې پر مهال د دواړو هیوادونو د اړیکو پر اهمیت ټينګار کولو سره ډاډګیرنه ورکړه چې اسلام آباد د امریکا یو مهم متحد او پارټنر دی.

جنرال عاصم منیر د یکشنبې په ورځ امریکا ته تللی او تمه کیږي چې نوموړی به په واشنګټن کې د دفاع او بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت له لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې «میدیا وینګ» د دې سفر اعلان کړی وو، خو په امریکا کې یې د هغه د لیدنو کتنو جزئیات پټ ساتلي وو. خو د دیپلوماتیکو سرچینو له خوا ویل کیږي منیر به په واشنګټن کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت له سلاکار سره ملاقاتونه وکړي.

امریکا په دې اړه څه ویلي دي؟

کله چې په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه د پاکستان د پوځ مشر د سفر په هکله پوښتنه وشوه، نو هغه هم په دې اړه له تفصیل ورکولو څخه ډډه وکړه، البته د دواړو هیوادونو ترمنځ یې پر باثباته اړیکو ټينګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «پاکستان د ناټو له چوکاټه بهر یو متحد او د ناټو پارتنر دی. عموماً مونږ د سیمه ایز امنیت او دفاعي همکارۍ په برخه کې د پاکستان مشارکت ته منتظر اوسو.»

پر کشمیر د خبرو امکان

واشنګټن ته د دغه پاکستاني چارواکي سفر په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د هند سترې محکمې د کشمیر په اړهد اساسي قانون د ۳۷۰ مادې د لغوه کولو په اړه د مودي حکومت پریکړه تائیده کړې ده.

 تمه کیږي چې نوموړی به له امریکایي چارواکو سره پر دې موضوع هم خبرې وکړي.

د دوشنبې په ورځ له خبري کنفرانس څخه مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتهیو میلر، هغه تورونه رد کړل چې ګوندې امریکا د پاکستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي.

ویاند دپاکستان او افغانستان ترمنځ روان وضعیت په اړه وویل: «ښکاره خبره ده، مونږ د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د ټولو پاتې مسایئلو په هکله د دیپلوماتیکو حل لارو ملاتړ کوو.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق