خبرهای مرتبط

جمع

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

حماس غورځنګ د اوربند وړاندیز منلی خو اسراييل مخالفت کوي

حماس غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غزه...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ؛ روسيې او چين رایه ونه کاروله

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلسو دايمي او غیر دايمي غړو د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د “تعامل” د څرنګوالي په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

دا پرېکړه‌لیک د ۱۳ مثبتو رایو په پایله کې تصویب شو خو روسیې او چين خپله رایه ونه کاروله.

ملګرو ملتونو پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، “د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې په ترڅ کې پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې دغه هیواد ته د ورپیښو ننګونو د حل لپاره د نړیوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې.”

نننی پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو عمومي منشي له لوري د ارزونکي فریدون سینیوراوغلي له لوري د هغې مستقلې ارزونې وړاندیزونو په چوکاټ کې چمتو شوی، چې نوموړي له طالبانو او افغان سیاسیونو سره له څو میاشتو سلا مشورو وروسته د تېر اکتوبر پر اتمه امنیت شورا ته وړاندې کړي و.

د دې پرېکړه لیک له مخې تمه کېږي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به له امنیت شورا سره په مشوره په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د دیپلوماسۍ لپاره یو ځانګړی استازی وګوماري.

دغه راز له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان ”بشپړ شمولیت ” لپاره یوه تګلاره” او د وړاندیزونو څارنې لپاره د یوه میکانیزم رامنځته کولو یادونه شوې ده.

د تېرې نومبر میاشتې پر اتمه د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته د “طالبانو له حکومت سره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د “تعامل” په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزونکي فریدون سینرلي اوغلو رپوټ وړاندې کړی و.

د ښاغلي سینرولي اوغلو په وړاندیزونو کې یوه داسې “لار نقشه” هم شامله ده چې په ترڅ کې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د سیاسي مشارکت په موخه په نړيواله ټولنه کې په “بشپړ ډول ور ادغام” شي. هغه وړاندیز چې د طالبانو مخالفو سیاسي ډلو له سختو نیوکو سره مخ شو.

په دغه رپوټ کې همدا راز سپارښتنه شوې وه چې په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو یوه ډله او د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی دې وټاکل شي چې په ګډه د بین الافغاني خبرو لپاره لار برابره کړي.

د دغه پرېکړه‌لیک مسوده د جاپان او متحده عربي اماراتو له لوري وړانديز شوې وه.

“د یوه همغږي تعامل نوې تګلاره”

د جاپان استازي د خپل هېواد او د متحده عربي اماراتو په استازیتوب وویل چې دغه پرېکړ‌ه‌لیک د افغانستان اړوند بېلابېلو مسئلو په اړه له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې د “یوه همغږي تعامل” لپاره “نوې تګلاره” ده.

د جاپان استازي وویل چې افغانستان له سترو ننګونو سره مخ دی او نړيواله ټولنه ورسره همکارۍ ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه چې، “موږ سږ کال د افغانستان په اړه متحد پاتې شوي یو او هیله لرو چې دا بهیر په راتلونکي کال کې هم دوام وکړي”

د امریکا استازې غونډې ته وویل، دې پرېکړه لیک طالبانو، د افغانستان خلکو او نړیوالو ته یو څرګند پیغام واستاوه او څرګنده یې کړه چې ملګري ملتونه د داسې یوه بهیر ملاتړ کوي، چې افغانستان د خپلو ژمنو له مخې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي.

خو هغې زیاته کړه، چې د تېر کال په موده کې طالبان له نړیوالې ټولنې سره ”د اړیکو عادي کولو” په برخه کې ”نور هم لېرې” شوي دي. د امریکا متحدو ایالتونو استازې وویل، هېواد یې د دې پرېکړه لیک په چوکاټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي ګومارلو ”کلک” ملاتړ کوي، ځانګړی استازی به له افغانستان سره د نړیوال تعامل همغږۍ مسوولیت لري.

د ځانګړي استازي ګومارنې پر ضد د چین او روسیې دلیلونه

د چین او روسیې استازو بیا د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي له ګومارنې سره مخالفت کړی، ممتنع رایې یې ورکړې او له رایې اچول کېدو وروسته خپل دلایل څرګند کړي.

د چین استازی وايي، په افغانستان کې شته اندېښنو او لیدلوري ته په درناوی باید ځانګړی استازی وګومارل شي، چې په وینا یې د افغانستان اوسنیو واکمنو او نړیوالې ټولنې تر منځ د ”ټکر” مخنیوی وشي. د چین استازي وویل: ”څرګنده ده، چې اوسمهال په دې برخه کې د امنیت شورا غړو نظر وېشلی دی او له بل لوري طالبان هم له دې سره مخالف دي او له همدې کبله به یې اوس تحمیلول رغنده پایلې و نه لري.”

د چین استازي وویل، چین او روسیې په دې هکله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او د ترتیبولو پر مهال یې د بیا غور کولو غوښتنه هم کړې، چې په وینا یې داسې و نه شول، چې په وینا یې د ”ژور تاسف” لامل او له همدې کبله دې دواړو هېوادونو خپلې رایې و نه کارولې.

هغه زیاته کړه: ”تمه کوو چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي به له افغان چارواکو سره د رغنده تعامل له مخې د ځانګړي استازي په ګومارنه کې دقت وکړي او مناسبې حل لارې به ومومي. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ثابته کړه، چې د دې هېواد لپاره له بهره تپل شوې حل لارې بالاخره له ناکامۍ سره مخامخېږي.”

د روسیې استازې هم چین ته ورته نظر څرګند کړ، خو د بشري حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې یې د پریکړه لیک هرکلی وکړ.

د روسیې استازې وویل، د نورو ساز ته نڅا مثبتې پایلې نه لري او د افغانستان تاریخ د داسې لټون له ”غمجنو بېلګو” ډک دی.

د روسیې استازې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ګومارنه کې د طالبانو له حکومت او امنیت شورا له غړو سره سلا، مشوره وکړي. هغه وايي، که د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مشوره و نه شي، روسیه به د ځانګړي استازي ملاتړ و نه کړي.

  • سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق