خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

‘افغانستان به ۲۰۲۴ کې ۲۴ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي’

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳٫۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي چې د دغه شمېر تر نیمايي ډېر يې نجونې او مېرمنې دي.

دغه بنسټ ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې يې هم اته مېلیونه نجونو او څه باندې نهه میلیونو ښځو ته حیاتي مرستې ورکړې.

یاد بنسټ له افغان ښځو او نجونو سره د درېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دوی په اغېزمنو شوو کې تر نورو ډېرې زیانمنېدونکې دي.

تازه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ یا فاؤ د یوه تازه راپور موندنې هم ښيي چې اقليمي بدلون په تېره بیا کلیوال بې وزلي، په تېره بیا ښځې او ځوانان په ګڼو هېوادونو کې په ډېرېدونکي ډول ځپلي.

دغه راپور موندلې چې د اقلیم بدلون اغېزې بې وزلي تر منځني او ښه عاید لرونکو کورنیو ډېر ځپي. د دغه بنسټ تازه راپور وايي چې سېلابونه د بې وزلې او هغو کورنیو تر منځ واټن لا ډېر په چټکۍ پراخوي چې لا بې وزلۍ نه دي ځپلي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د خوړو پر امنیت د تکرارېدونکو وچکالیو اغېز هم ډېر ویجاړوونکی بلل شوی.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم ليکلي چې د بشري بحرانونو په سختېدو سره باید مرستندویان ښځې هېرې نه کړي.

دغه بنسټ په تېر کال کې لس مېلیونو افغانانو ته د ملګرو ملتونو د نقدي مرستو پرې کېدو ته هم اشاره کړې او لیکلي يې دي چې دغې پرېکړې هم افغان مېرمنې زیانمنې کړې.

دغې ادارې په کار او پرېکړو کې د افغان ښځو محرومېدل هم د افغانستان اقتصاد ته بله ضربه ګڼلې.

سرچینه: پښتو بي بي سي

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق