خبرهای مرتبط

جمع

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسيناسیون پيل شوی

په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ...

مجاهد: حکومت افغانستان فراگیر است

ذبیح الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در واکنش به...

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

هلمند کې ټرافیکي پېښې نږدې ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات-کندهار لویې لارې په اوږدو کې یوې ټرافیکې پېښې له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۸ نور ژوبل دي چې له ډلې یې د یوولسو روغتیایي وضعیت نازک دی.

د طلوع نیوز په وینا، دغه پېښه نن (یکشنبه) سهار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې کاږلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو مسافر وړونکی بس له یو موټرسایکل سره تر ټکر وروسته د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی او دواړو اور اخیستی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو کې ۱۶ تنه د بس، دوه د موټرسایکل او درې نور د ټانکر مسافر دي.

د پېښې ژوبل شوي کسان د هلمند د ګرشک ولسوالۍ او هلمند مرکز لشکرګاه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق