خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

اسټرالیا وايي‌ افغانستان سره شل اوریزه لوبلړۍ نه کوو؛ افغان کرېکټ بورډ:‌ د دوه اړخیز کرېکټ د ښه کېدو تمه لرو

اسټرالیا وايي را روانه اګست میاشت کې د افغانستان پر وړاندې د شل اوریز کرېکټ د دریو لوبو لړۍ نه کوي.

د پښتو بي بي سي په وینا، دوی یې لامل د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر ښځو او نجونو پرله پسې بندیزونه بللي دي.

ټاکلې وه دا لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې وشي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي، د حکومت مشوره دا ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط “خرابېږي”.

د افغانستان کرېکټ بورډ بیا وايي، چې دوی د اسټرالیا په ګډون له ټولو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو غوښتونکي دي.

د دغه بورډ مشر میرویس اشرف بي سي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او دوه اړخیز کرېکټ ولري.

دا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې درېیم ځل دی چې اسټرالیا له افغانستان سره له دوه اړخیزو لوبو ډډه کوي.

تر دې مخکې یې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې یوازینۍ ټیسټ لوبه او د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړې وه.

خو په تېر نومبر کې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام کې استرالیا له افغانستان سره لوبه وکړه.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه بورډ “تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې له افغانستان د یو ورځنیو لوبو لړۍ د اسټرالیا حکومت په مشوره تر هغې وروسته وځنډوله چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونو پام وړ خرابېدل.”

دوی وايي، “په تېرو دولسو میاشتو کې د اسټرالیا کرېکټ بورډ د افغانستان د وضعیت په اړه د استرالیا له حکومت سره سلا مشورو ته دوام ورکړی. د حکومت مشوره دا ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط مخ په خرابېدو دي. له همدې لامله موږ خپل پخوانی دریځ ساتلی او له فغانستان سره خپلې لوبې ځنډوو.”

افغان کرېکټ بورډ؛ دا به د کرېکټ ‌افغان مینه وال نهیلي کړي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ‌ مشر میرویس اشرف وایي “موږ د دوه اړخیز کرېکټ د ښه کېدو تمه لرو. هیله ده اسټرالیا د کرېکټ نړیوالې شورا د دایمي غړي په توګه د افغانستان له کرېکټ سره لا زیاتې مرستې او ملاتړ وکړي.”

ښاغلي اشرف بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل “کرېکټ اوس مهال د افغانانو لپاره تر ټولو زیاته د پام وړ لوبه ده. نو داسې پرېکړې ښايي د افغان مینه والو د نهیلۍ او خپګان لامل شي.”

د اسټرالیا کرېکټ بورډ هم ویلي په دې تړاو د افغانستان له کرېکټ بورډ سره له نژدې کار کوي.

“د اسټرالیا کرېکټ په ټوله نړۍ کې د کر‎ېکټ په برخه کې د ښځو او نجونو د ونډې ملاتړ ته دوام ورکوي، د کرېکټ نړیوالې شورا سره په فعاله توګه ښکېلتیا دی او د افغانستان له کرېکټ بورډ سره نژدې کار کوي، چې معلومه کړي په راتلونکې کې د دوه اړخیزو سیالیو د بیا پیلولو لپاره کوم اقدامات ترسره کیدای شي.”

د اسټرالیا کرېکټ بورډ د راتلونکو لوبو پروګرام (ایف ټي پي) کې منلې وه چې له افغانستان سره به درې شل اوریزې سیالۍ کوي، خو اوس د حکومت په مشوره له دغو سیالیو په شا کېږي.

اسټرالیا په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال هم چې د ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیزونه نه وو، له افغانستان سره خپله یوه ټسټ لوبه ځنډولې وه.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) هم تر دې وړاندې ویلي و، افغانستان د دې شورا یوازینی بشپړ غړی هېواد دی چې د نړیوالې شورا د اوصولو خلاف “د ښځو کرېکټ فعاله لوبډله نه لري.”

دغې شورا زیاته کړې وه افغانستان په داسې مهال دې برخه کې له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو شاته پاتې دی چې سیال هېوادونه یې ان د ښځو کرېکټ ستر لېګونه لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق