خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

حامد کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيستل شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي ښوونيز کال د رارسیدو په درشل کې پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې دې د افغانستان د لوڼو پر مخ پرانيزي.

نوموړي نن شنبه د کب ۲۷مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې « متأسفانه نژدې درې کاله کیږي چې د گران هیواد نجونې له تعلیم او تحصیله محرومې دي او نشي کولای مکتبونو او پوهنتنونو ته ولاړې شي، علم زده کړي او پدې توگه خپلې کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي.»

کرزي د علم زده کړه د هرې انساني ټولنې د بقا، پرمختگ، عزت او له احتیاجه د خلاصېدو لار بللې او له سرپرست حکومت يې غوښتي چې « د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د ‎افغانستان د لوڼو پرمخ پرانیزي، دوی ته دې د ښه تعلیم او پرمختگ زمینه برابره کړي، څو هیواد مو د پردیو له احتیاجه آزاد، پرځان بسیا او د سیالانو سیال شي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق