خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

اروپايي ټولنه: ولسمشر دې لومړیتوبونو ته په کتو د سولې د بریا لپاره هڅه وکړي

اروپایي ټولنه وایي، ولسمشر غني دې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه اوچت کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د سولې ملاتړي دي، خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوي. د آرناوټ پاولس په خبره د واک بېړنی بدلون افغانستان ته ثبات نه‌شي راوستلی او دا یې لار نه ده.

دده په خبره هېڅ لوری هم په افغانستان کې په یوازې ځان بریا ته نه شي رسېدلی. نوموړي دا هم ویلي چې طالبانو په وروستیو کې بریدونه ډېر کړي دي، جګړه شدیده شوې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی دی.

آرناوټ له ولسمشر غني غوښتي چې د هېواد په سیاسي لومړیتوبونو ځان پوه کړي او د سولې لپاره اغېزناک او کوټلي ګامونه اوچت کړي چې په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسول شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق